د بېپولې خبریالانو ادارې خبرداری ورکړی چې نهيوازې په استبدادي رژيمونو بلکې په هغو هېوادونو کې هم د رسنیو ازادي په دوامداره توګه تر تهدید لاندې ده چې د ډموکراسۍ موډل ګڼل کېږي.
د خبريالانو د حقونو مدافع دغه ادارې په خپل کلني راپور کې د هغو هېوادونو لېست خپور کړی چې پهکې رسنۍ له تهديدونو سره مخامخ دي.
د جدول له مخې هغه هېوادونو ته چې پهکې د رسنیو د ازادۍ وضعيت خراب دی، سور رنګ ورکول شوی او ډېر خراب وضعيت ته تور رنګ ورکول شوی دی.
دغه راپور افغانستان له هغو هېوادونو ياد کړی چې د رسنیو وضعیت پهکې سور بلل شوی او ۲۰۱۶ میلادي کاليې په افغانستان کې د خبريالانو لپاره تر ټولو خونړی کال بللی دی.
راپور وايي، دغه هېواد کې د خبریالانو پر ضد تر ټولو لوی تهدید طالبانو جوړ کړی او له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د طالبانو او داعش د تهديدونو له کبله په ځينو سيمو کې د معلوماتو خلا رامنځته شوې ده.
راپور وايي چې افغان حکومت د خبریالانو د ژغورلو هڅې کوي او دا په ټوله نړۍ کې يوازنی هېواد دی چې پهکې د خبریالانو د ټولنو او دولت د استازو په ګډون د خبريالانو د ژغورلو کمېټې جوړې شوې دي.
د بېپولې خبريالانو کلنی راپور وايي چې بیا هم يو شمېر والیان او ځايي چارواکي د خبريالانو خپلواکي نهمني او یو شمېر مواردو کې پولیس او نظاميان خبريالان تهديدوي.
راپور افغانستان د رسنیو د ازادۍ په فهرست کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه پر ۱۲۰مه شمېره راوستلی دی.
په پاریس کې مېشته د خبريالانو مدافع دغه اداره وايي، د رسنیو د خپلواکۍ په مخ کې خنډ اوس يوازې استبدادي رژيمونه نهجوړوي بلکې په هغو ټولنو کې چې د رسنیو وضعيت ښه يا ډېر ښه ګڼل کېږي، هم دومره ښه نهدی.
دې ادارې د چهارشنبې په ورځ د رسنیو د ازاديو اړوند د هېوادونو دا فهرست خپور کړی او کاناډا له ۱۸۰ هېوادونو څخه د رسنیو په ازادۍ کې ۲۲م او امریکا ۴۳م بلل شوی دی.
په کاناډا کې پر لږ تر لږه شپږو خبریالانو جاسوسي شوې ده چې د دوی سرچينې ومومي او خبريالان حق لري چې د خپلو سرچينو نومونه پټ وساتي.
بریتانیا د ۲۰۱۶ میلادي کال په پای کې يو قانون تصويب کړ چې د استخباراتي ادارو د څارنې قدرت زياتوي.
د رسنیو د ازادۍ د جدول له مخې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په ايران، اذربايجان او ازبکستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعيت تور بلل شوی او د دې فهرست له مخې، پاکستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه ۱۳۹م بلل شوی دی.
د بېپولې خبریالانو اداره وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د رسنیو د ازادۍ جدول تر ټولو وختونو زیاته توره نقشه ښيي.
د رسنیو د ازادۍ وضعيت په ۲۱ هېوادونو کې تور بلل شوی دی، د نړۍ ۵۱ هېوادونه سره دي چې افغانستان هم له هغو څخه یو دی.
د بېپولې خبريالانو د ادارې په وينا، د رسنیو د ازادۍ وضعيت په نړۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو دوه په درې کې خراب شوی دی.
شمالي کوریا د جدول په اخر کې او ناروې يې په سر کې ځای لري.