د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

دنیا: د افغانستان لپاره بله ناکامه سټراټیژۍ جوړېږي؟


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په شاهین قول اردو د حملې، د چارواکو د استعفاوو او د امریکا او د افغانستان پر اړیکو لیکنې او تبصرې کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي په شاهین قول اردو حمله د حقاني شبکې له خوا په پېښور کې پلان شوې وه.

وړاندې په مطلب کې راغلي حقاني شبکه د پاکستان استخباراتو پورې اړوند شبکه ده چې د لیکوال په باور دغه شبکه په مستقیم ډول د پاکستاني جنرالانو له لوري رهبري کېږي.

اصلاح ورځپاڼې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش له قوله لیکلي په هر ډول چې کېږي د افغانستان دښمنان باید وځپل شي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د افغانستان د دفاع د پخواني وزیر او د د پخواني لوی درستیز له استعفا وروسته په دغه وزارت کې نور بدلونونه هم راغلل.

په سرمقاله کې یادونه شوې که څه هم دواړو چارواکو ویلي وو چې استعفاوې یې د ملي ګټو او ملي مصلحت لپاره ورکړې، خو د لیکوال په باور د دوی کمزوری مدیریت و چې افغانستان کې یې جګړه پراخه شوه او د افغان سرتېرو تلفات هم ورسره زیات شول.

دنیا ورځپاڼې د مشرانو جرګې په حواله لیکلي د افغانستان حکومت باید امنیتي سټراټیژۍ ته بدلون ورکړي.

همدې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې ایا د افغانستان لپاره بله ناکامه سټراټیژۍ جوړېږي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د امریکا په پالیسیو کې د افغانستان او سیمې حالات په منطقي ډول نه دي ارزول شوي، په ترتیب شوې سټراټیژۍ کې نه له وسله والو سره د جدي مبارزې څرک لګېږي او نه هم له افغانستانه بهر د وسله والو د پټنځایونو د ورکولو په اړه څه په کې شته.

د لیکوال په باور دغه ډول سټراټیژۍ، ځکه مؤثره نه شي تمامیدای چې یوازې په کې د ترهګرۍ له څانګو او ښاخونو سره مبارزه کېږي، کله هم د دغې پدیدې د رېښو ــ چې په پاکستان او نورو هېوادونو کې دي، د قطع کولو فکر نه دی شوی.

د انیس دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د شرایطو حساسیت ته په کتو اړتیا ده چې د ملي وحدت حکومت په سیاست کې له بشپړ عقل کار واخلي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي حکومت باید د امنیتي ځواکونو د لیکو د پياوړتیا لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي او همدارنګه په ټول افغانستان کې د وسله والو د ځپلو لپاره جدي تدابیر ونیول شي.

د بلې دولتي ورځپاڼې هېواد د سرمقالې عنوان دی له افغانستان سره د امریکا ملاتړ حیاتي ارزښت لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي له افغانستان سره د امریکا سیاسي، اقتصادي او پوځي ملګرتیا زیات بدلون موندلی چې د لیکوال په خبره په تېرو دوو اونیو کې کابل ته د امریکا د دوو لوړ رتبه چارواکو راتګ یې ښه بېلګه کېدای شي.

XS
SM
MD
LG