د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

CPJ: د ازادې رسنۍ دښمنانو د معلوماتو په نوي نړېوال سیسټم حمله کړې


د ژورنالېستانو د ساتنې نړیواله کمېټه «CPJ» وایي، هغه نوې ټکنالوژي چې رسنۍ یې نن ورځ کاروي، د سانسور مسئله نوره هم سختوي خو مستبد رژیمونه هم مخ په زیاتېدونکي ډول ورڅخه کار اخلي.

د دغې کمېټې اجرائیه رئیس جویل سیمون "Joel Simon" ازادي راډیو ته وویل چې په واقعیت کې اوسنی وضعیت د خبریالانو د وژلو له پلوه ډېر خطرناک دی چې مخکې یې ساری نه‎دی لیدل شوی.

ښاغلي سیمون د ۲۰۱۷ میلادي کال پر مطبوعاتو د حملې په اړه په هغه راپور کې چې پرون د سې شنبې په ورځ خپور شو، د بېلګې په توګه ټولنیزو رسنیو ته په اشاره ویلي چې که څه هم د ټولنیزو رسنیو سایټونه عام شوي او له موبایل، ټیلیفوني کمرو څخه استفاده هم زښته زیاته شوې خو غیر ډموکراتیک حکومتونو هم د رسنیو او ژورنالېستانو د ځپلو لپاره هڅې زیاتې کړې دي.

د ژورنالېستانو د ساتنې کمېټه وایي، ۲۰۱۶ میلادي کال کې په نړۍ کې ۲۵۹ خبریالان زنداني شوي چې دا شمېره له هغه وخت راهیسې چې دغې نیویارک کې مېشتې پر رسینو د څار کمېټې له ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسې په دې اړه د ثبتولو پروسه پیل کړې، تر ټولو لوړه شمېره ده چې مخکې یې ساری نه‎دی لیدل شوی.

دغه کمېټه دغه‌راز وایي، په تېرو پنځو کلونو کې ۳۳۲ خبریالان وژل شوي چې دا په تېرو ۲۸ کلونو کې په یوه پنځه کلنه موده کې بې‌سارې شمېره ده.

د دغې کمېټې د رئیس په وینا که دغو ترکیبي شمېرو ته پام وشي لیدل کېږي چې په تېرو پنځو کلونو یا ۱۰ کلونو کې په دغو پېښو کې زښت زیات زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلی سیمون وایي، په نړۍ کې مستبد رژیمونه د رسنیو غلي کولو او کمزوري کولو ته ډېر وخت او پیسې ځانګړې کوي.

د ژورنالېستانو د ساتنې د نړیوالې کمېټې اجرائیه رئیس جویل سیمون
د ژورنالېستانو د ساتنې د نړیوالې کمېټې اجرائیه رئیس جویل سیمون

د هغه په وینا دا ځکه چې حکومتونو د معلوماتو تخریبي یا ورانونکی قدرت درک کړی او همدا علت دی چې د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د مدافع ډلو مخکښان د حملو لپاره په نښه کېږي.

ښاغلی سیمون د دې تر څنګ د یوه بل مورد یادونه هم کوي او وایي چې دغه پرمختللې ټکنالوژي مستبد رژیمونو ته هم د دې زمینه برابروي چې معلومات کنټرول او له هغو د ځان په ګټه کار واخلي.

نوموړی په دې برخه کې د درېیو ستراتیژیو یادونه کوي چې دولتي سانسور او د مخالفو غږونو غلي کول‌یې د ده په باور تر ټولو ناوړه ده.

د ژونالېستانو د ساتنې کمېټې په راپور کې دغه‌راز د دې یادونه هم شوې چې ځیني وختونه د دولتي رسنیو او نورو له‌خوا له دغې پرمختللې ټکنالوژۍ د تبلیغاتو او جعلي خبرونو د خپرېدو لپاره هم کار اخیستل کېږي.

د دغې کمېټې رئیس ښاغلي سیمون ازادي راډیو ته وویل، دا سمه خبره ده کله چې زښت زیات معلومات خپاره شي خلک په‎کې ډوبېږي او ورته ګرانېږي چې د رښتینو، اغېزمنو او هغو چې د دوی پر ژوند اغېز لرلای شي، توپیر وکړي.

د ژورنالېستانو د ساتنې کمېټه دې نتیجې ته رسېدلې چې د نوي سانسور فضا تیاره ده او ستونزې زښتې زیاتې دي او یادونه کوي چې د ازادې رسنۍ دښمنانو په هره سطحه د معلوماتو په نوي نړیوال سیسټم حمله کړې او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او نورو مېتودونو له لارې پر رسنیو یې فشارونه زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG