د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سوریې او عراق په شمال کې پر کُردي جنګیالیو د ترکیې د بمباریو په اړهیې خپلې اندېښنې په مستقیمه توګه د ترکیې حکومت ته رسولې دي.
د سې شنبې په ورځ پر کُردي وسلهوالو د ترکیې هوايي بریدونه د دې سبب شول چې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ ائتلاف کې کُردي غړي د ترکیې د بمباریو په وړاندې د امریکا د هوايي خوندیتوب غوښتنه وکړي.
د عراق کُردي چارواکو همدارنګه له دې بریدونو وروسته د عراق په شمال کې د سینجار له سیمې څخه د کُردستان د کارګر ګوند "PKK" د وسلهوالو د وتلو غوښتنه کړې.
ترکیې تائید کړې چې جنګي الوتکو یې د عراق په سینجار سیمه او د سوریې په شمال کې پر کُردي ملېشو بمبارۍ کړي دي.
د ترکیې پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي، سینجار کې د هوايي بریدونو هدف دا وو چې ترکیې ته د بریدونو لپاره د کُردستان د کارګر ګوند لهخوا د وسلو او چاودېدونکو موادو د انتقال مخه ونیسي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې شنبې په ورځ ناوخته وویل، اجازه به ورنهکړي چې د سینجار سیمه د کُردستان د کارګر ګوند د وسلهوالو په پوځي مرکز بدل شي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سینجار سیمه کې د ترکیې په بمباریو کې د شمالي عراق د پېشمرګه ځواک او د عراق د کُردي ځواک غړي وژل شوي.
دا دواړه د اسلامي دولت وسلهوالې ډلې پر ضد جګړه کې د امریکا په مشرۍ د پوځي ائتلاف مهم متحدان دي.
یو لوړپوړي کُردي پوځي قوماندان جنرال سیمي بوسالي "Seme Bosali" ویلي، د ترکیې بمبارۍ د پېشمرګه کُردي ملېشو پنځه سرتېري وژلي دي.
په داسې حال کې چې کُردي پېشمرګه ځواک او د سوریې کُردي جنګیالي چې د "خلکو د ساتنې کنډکونه" یې بولي د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف متحدان دي، د کُردستان د کارګر ګوند ملېشې بیا ترکیه، د امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
د کُردستان د کارګر ګوند ملېشو د ۲۰۱۴ میلادي کال په اوړي کې د عراق سینجار سیمه کې وروسته له هغې حضور ټینګ کړ چې د دې ډلې وسلهوالو له هغو لسګونه زرو ایزدیانو سره مرسته وکړه چې د اسلامي دولت نومې وسلهوالې ډلې له یرغل په تېښته وو.
ترکیې په پرلهپسې توګه د عراق او ترکیې سرحدي سیمو کې د دې ډلې پر مرکزونو بمباري کړې خو دا لومړی ځل دی چې په سینجار کې بمباري کوي.
په عین حال کې په سوریه کې کُردي جنګیالي چې "د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو" په نوم د هغه ائتلاف برخه دي چې امریکا یې ملاتړ کوي او د داعش مرکز رقه ته نېږدې پراته دي هم د ترکیې د هوايي بریدونو لاندې راغلي.
د خلکو د ساتنې د واحدونو په نوم په سوریه کې کُردي جنګیالیو په یوه بیان کې ویلي، د ترکیې او سوریې سرحد ته نېږدې د دوی د مرکز ځینې برخې بمبار شوي چې په وینا یې د دوی د رسنیو مرکز، یوه سیمهییزه راډیو او د مخابراتو اسانتیاوې یې زیانمنې شوې دي.