د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

ټرمپ-۱۰۰کاري ورځو کې: منځني ختیځ کې جدي ولسمشر پېژندل شوی


د امریکا د نوې ادارې په لومړیو سلو ورځو کې د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځني ختیځ کې د یوه جدي جمهور رئیس په توګه معرفي شوی دی.

د جرمني خبري اژانس ډې پې ای لیکي:

د ولسمشر په توګه له لوړې یوه اوونۍ وروسته ولسمشر ټرمپ د یوه فرمان په صادرلو سره امریکا ته د ۶ اسلامي هېوادونو د اتباعو په ورتګ بندیز اعلان کړ.

د ډونالډ ټرمپ د دې فرمان له مخې د سوريې، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن اتباع د درېیو میاشتو لپاره امریکا ته له داخلېدو منع وګرځول شول.

که څه هم د امریکا په داخل کې او په نړیواله سطحه د ټرمپ دې فرمان عکس العملونه پورته کړل خو نوموړي ټینګار وکړ چې دا ګام يې د سخت دریځو او تروریستانو له ګواښ څخه د امریکا د ساتلو په هدف پورته کړی دی.

د مارچ په وروستیو کې امریکا له لسو هوايي ډګرونو څخه امریکا ته په پروازونو کې د لېپ‎ټاپ کمپیوټرونو ،ای پاډ او کمرو په راوړلو بندیز ولګاوه.

په دې هوايې ډګرونو کې د قاهرې، عمان، کویټ،کسابلنکا،استانبول،ابوظبۍ،دوبۍ او ریاض نړیوال هوايي ډګرونه شامل دي.

امریکايي ځواکونو د جنورۍ په وروستیو کې په یمن کې د القاعده د غړو د ځپلو لپاره عملیات ترسره کړل.

دا د ډونالډ ټرمپ د ادارې له‎خوا په یمن کې د امریکايي ځواکونو لومړني پوځي عملیات وو.

امریکا دا عملیات چې د القاعده شبکې ۱۴ غړي په کې ووژل شول، بریالي وګڼل.

متحده ایالاتو پر سوريې هم برید وکړ او په نېږدې ۶۰ لېرې واټن ویشتونکو کروز توغندیو يې د بشار الاسد د رژیم یوه پوځي اډه په نښه کړه.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، دا حمله يې د بشار الاسد د رژیم له‎خوا د دغه هېواد په ادلب ښار کې پر ملکیانو د کیمیاوي وسلې د استعمال په عکس العمل کړې ده.

د امریکا متحدانو د دې برید هرکلی او ملاتړ وکړ خو روسيې چې د بشار الاسد د رژیم کلک ملاتړی ده دا برید وغانده.

په یوه بل تحول کې چې د امریکا په پالیسۍ کې بدلون ښيي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل مصري سیال ته په سپینه ماڼۍ کې هرکلی ووايه.

ډونالډ ټرمپ له خپل سیال عبدالفتاح السیسي سره په کتنه کې له مصر سره د ښو او اوږد مهال اړیکو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG