د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

عدلیې وزارت پر ګوندونو د محدودیت لګولو لپاره زیات صلاحیتونه غواړي


د افغانستان عدليې وزیر وايي، د سياسي ګوندونو په قانون کې ځینې نیمګړتیاوې د دوی صلاحیتونه محدود کړي دي.

د افغانستان مشرانو جرګې له‌خوا د ځینو سیاسي ګوندونو پر فعالیتونو له انتقادونو وروسته د دغه هېواد د عدليې وزیر وايي چې پر دغو ګوندونو د محدودیت لګولو لپاره باید د دوی صلاحیتونه زیات شي.

عبدالبصیر "انور" چې د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته وینا کوله وویل چې دوی د سیاسي ګوندونو زیاتېدو ته خوښ نه‌دي، خو په وینا يې چې قانون ورته ځیني محدودیتونه وضع کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

​"زه د سیاسي ګوندونو زیاتوالي ته چندان خوشبینه نه‌یم، خو په خواشینۍ سره چې قانون موږ ته همدا محدودیتونه وضع کړي دي چې یو سیاسي حزب باید په همدې ډول ثبت او راجسټر شي او که زه وغواړم د هغه په وړاندې محدویت ایجاد کړم باید عدليې وزارت ته صلاحیت ورکړل شي او قانون وسپارل شي تر څو د دغو ګوندونو مخه ونیسو، زما شخصي اراده دا ده چې موږ باید څو افغانستان شمول سیاسي ګوندونه ولرو چې د عمل پلان ولري څو وکولای شي افغانستان مثبت لوري ته رهبري کړي.​"

ښاغلي انور دا خبرې د ساتورانو د انتقادونو په ځواب کې وکړې.

په جعلي اسنادو د ځنیو سیاسي ګوندونو راجسټر کېدل، په ولایتونو کې د دوی د فعالیتونو نه‌شتون، د مالي منابعو نه‌روښانتیا، ملي ګټو ته نه‌ژمنتیا او ځینې نورې ستونزې هغه مسایل و چې اکثرو سناتورانو پرې انتقادونه وکړل.

سناتور محمد حنیف حنفي بیا وویل چې یو شمېر سیاسي ګوندونه په ولایتونو کې پوځي ډلې لري او له قانون نه سرغړونه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

​"یو شمېر سیاسي ګوندونه نظامي ډلې لري چې نظام‌یې له چلېنج سره مخ کړی، احزاب باید قومي نه‌وي دا له قانون سره په ټکر کې دی، دغه احزاب له قانون نه سرغړونه کوي نو وزیر صاحب محترم دې برخه کې ستاسې جدي پاملرنه غواړم.​"

خو د عدليې وزیر وویل که دوی د سیاسي ګوندونو د پوځي تشکیلاتو په اړه اسناد ترلاسه کړي په اړه به‌یې پرېکړه وشي.

د افغانستان عدليې وزارت وايي، له دوی سره ۷۵ سیاسي ګوندونه ثبت دي چې له دې دلې یې ۱۱ د معیارونو د نه‌پوره کولو له وجې د ګوندونو له لېسته حذف شوي دي.

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر
د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر

خو د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي چې د سیاسي ګوندونو په قانون کې ستونزې نه‌شته بلکې هغه ارګانونه چې د قانون د پلي کولو لپاره ګمارل شوي په خپلو کارونو کې پاتې راغلي دي.

نوموړي همدارنګه وویل، اکثریت ګوندونه په جعلي ډول خپل اسناد عدليې وزارت ته سپاري او دغه وزارت په دې برخه کې هېڅ ډول کنټرول نه‌لري نو ځکه د ګوندونو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG