د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

راشد خان: هر میدان کې د افغانستان نوم لپاره لوبه کوم


څه وخت چې د ای پي ایل دویمه سیالۍ کې ما د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اخیسته، نو اول مې ځانته وکتل او بیا راته خپل وطنوال سترګو سترګو ته شول چې ټول عمر ېې غمونو او کړاونو کې تېر کړی، نو ما ویل چې هغوی به دا وخت څومره خوشاله وي چې د دوی یو لوبغاړی په دومره سترو سیالیو کې غوره لوبغاړی بلل کېږي، نو ماته هم یو قسم ژړا راغله چې نن دومره غمونو نه پس په مې د وطن د خلکو په مخ مسکا راغلې وي.

دا خبرې د افغانستان د کرکټ د ځوان لوبغاړي راشد خان ارمان دي چې د امریکا غږ اشنا راډیو سره ځانګړې مرکې په ترڅ کې ېې کړي دي.

په مرکه کې راشد خان وویل چې ده چې په ای پي ایل کې تراوسه څومره لوبې هم کړي دي ،د مشهورو لوبغاړو سره ټیم کې ملګری دی او مختلفو میدانو کې لوبېدلی ،نو ډېر څه ېې زده کړي او دا تجربې به د خپلو لوبغاړو سره شریکوي.

په دې اړه له راشد سره خان سره د امریکا غږ اشنا راډیو د خبریال مطیع الله عابد بشپړه مرکه دلته ووارئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG