د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

پاکستان پوځ: د پانامې څېړونکې ډله کې به قانوني رول ولوبوو


د پاکستان پوځ وايي، دوی به د پانامې په قضیه کې پر نواز شریف د لګېدلو تورونو د لا روښانتیا لپاره په جوړېدونکې ګډې تحقیقاتي ډله کې شفاف او قانوني رول ولوبوي.

دغه خبره د پوځ مطبوعاتي څانګې د دوشنبې په ورځ د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې د دې هېواد د پوځ د مشر جنرال جاوید ‎قمر ‎باجوه په مشرۍ د پاکستان د قول ‎اردو د قوماندانانو تر یوې غونډې وروسته په یوې خبرپاڼه کې خپره کړې ده.

د پاکستان سترې محکمې د روانې میاشې په ۲۰مه نېټه د پانامې قضیې او د دې هېواد د صدراعظم نواز شریف د لیرې کولو په لړ کې پر هغه لګېدلي تورونه ناکافي وبلل او د دغې دعوې د لا زیاتې روښانتیا لپاره‌یې د یوې ګډې تحقیقاتي ډلې د جوړولو امر ورکړ.

د پرېکړې له مخې په دغې تحقیقاتي ډله کې به د پاکستان د استخباراتي ادارې او نورو اړوندو پوځي او ملکي ادارو استازي هم شامل وي چې په دوو میاشتو کې به د پانامې قضیه وڅېړي.

له پاکستانه بهر به د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د جایدادونو د اخیستلو لارو چارو تحقیقات وکړي او نتیجې به‌یې سترې محکمې ته وړاندې کړي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې په خپل بیان کې د سترې محکمې د پرېکړې یادونه کړې ده چې په‌کې راغلي:

"د قول اردو قوماندانانو په دغې غونډه کې د پانامې قضیې په اړه د سترې محکمې پرېکړه هم تر بحث لاندې راغله، سترې محکمې چې پر پوځ کوم اعتبار کړی، زموږ استازي به په دې کې پوره او د قضیې د لا روښانتیا لپاره به په جوړېدونکې ګډې تحقیقاتي ډله کې شقاف او قانوني کردار ولوبوي."

له بلې‌خوا بیا د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند جګپوړي غړي او د پنجاب د قانون صوبایي وزیر رانا ثناءالله په لاهور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال د پانامې قضیې په اړه د پوځ د تازه ځرګندونو په غبرګون کې وویل:

"څه چې «ISPR» د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي، زما په خیال دوی پر سترې محکمې ډاډ ښکاره کړی او د عدلیې پرېکړه‌یې تائید کړې ده."

که څه هم د نواز شریف ګوند ویلي چې په لندن کې يې د ځمکو د اخیستلو لپاره شتمني په پاکستان او خلیج هېوادونو کې د شریف د کورنۍ سوداګرۍ له لارې تر لاسه کړې، خو د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو تحریک انصاف او جماعت اسلامي تور پورې کړی و چې د شریف کورنۍ دغه شتمني د پيسو د سپیناوي له لارې ترلاسه کړې ده.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج‎الحق د همدې پانامې اسنادو له مخې د پاکستان په سترې محکمه کې د نواز شریف په ګډون د ۶ کسانو د نااهلۍ درخواست وکړ چې سترې محکمې تر ډېرو اورېدنو وروسته د روان کال د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه پرېکړه نهايي کړه او د روانې میاشتې په ۲۰مه نېټه‌یې د دغو تورونو د لا روښانتیا لپاره د یوې ګډې تحقیقاتي ډلې جوړولو امر ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان اپوزېسيون ګوندونو د سترې محکمې تر پرېکړې وروسته د ګډې تحقیقاتي ډلې د ځېړنو تر بشپړېدو پورې له صدراعظم نواز شریفه د استعفا کولو غوښتنه کړې او په لړ کې یې د پراخو احتجاجونو اعلان هم کړی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG