د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي مخنیوي څارنوالۍ لاس ته راوړنې


د دې اوونۍ په نیمه نړۍ خپرونه کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ پر فعالیتونو خبرې شوې دي، دا چې نوموړې څارنوالۍ د زیامنو مېرمنو څومره قضیې څېړلي او د هغو مېرمنو خبرې به هم واورئ چې د بېلا بېلو ستونزو له امله یې دلته مراجعه کړې ده.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه لویه ټولنیزه ستونزه ده، داسې ډېرې کمې اوونۍ به وي چې د افغان مېرمنو د وژنو، سنګسار، په تېلو د سوزنې، د مور او پلار او مېړه د کورنیو له خوا د وهلو او ټکولو، جنسي تېريو، په کم عمر کې ودونو، حبس او تیښتونو رپوټونه په رسنیو کې خپاره نه شي، په افغاني کورنیو کې له ښځو سره تاوتریخوالی له یوې خوا او په عدلي او قضایي ارګانونو کې د ښځو له قضیو ته نه پاملرنه له بلې خوا هغه څه دي چې افغان مېرمنې یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ډېر وخت په عدلي او قضایي ارګانونو نیوکه کېږي چې د قرباني ښځو قضیې په سم ډول نه څېړي او دوه ګونی چلند ورسره کېږي، خو په دې وروستیو کلونو کې د ښځو اړوند قضیو ته د ښې پاملرنې په خاطر یو لړ اختصاصي محکمې او څارنوالۍ جوړې شوي دي.

چې له دې جملې څخه یوه هم د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ځانګړې څارنوالۍ ده چې په ۲۰۰۸میلادي کال کې یې په کار پیل پیل کړی دی:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:26 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG