د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

امریکا د سوریې د ساینسي څېړنو د مرکز پر ۲۷۱ غړو تازه بندیزونه ولګول


د امریکا حکومت د سوریې د ساینسي څېړنو د مرکز پر ۲۷۱ غړو او مشرانو تازه بندیزونه ولګول.

امریکا د سوریې خلاف خپل تازه بندیزونه د یوه هر اړخیز اقدام په توګه یاد کړي او ویلي یې چې دا کار یې په دې خاطر کړی چې د بشارالاسد د رژیم پوځیانو پر ملکیانو له سرین ګازو کار اخیستی و.

د امریکا د خزانې وزیر استیون منوچین پرون وویل، د سوریې د ساینسي تحقیقاتو د مرکز د ساینس‌پوهانو په شمول ۲۷۱ تنه د بندیزونو په تازه لېست کې شامل شوي دي.

د امریکا د خزانې وزیر استیون منوچین
د امریکا د خزانې وزیر استیون منوچین

نوموړي وویل:

"نن سهار د امریکا په خزانې وزارت کې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د اسد د دېکتاتور رژیم له لوري د اپرېل په څلورمه پر ملکیانو د سرین ګازو د حملې په‌خاطر دا نوي بندیزونه ولګول. دغه دفتر د سوریې د ساینسي تحقیقاتو او مطالعاتو د مرکز ۲۷۱ غړي د بندیزونو په لېست کې شامل کړي دي."

د امریکا د خزانې وزارت له تازه پرېکړې سره سم، هېڅ امریکايي تبعه یا کمپنۍ له دغو ۲۷۱ تنو سره د هېڅ‌راز کاروبار حق نه‌لري.

د امریکا متحده ایالات وايي، د سوریې د ساینسي څېړنو او مطالعو مرکز د اپرېل د څلورمې نېټې د کیمیايي حملې مسؤل دی.

په دې حمله کې چې په ادلیب ولایت کې وشوه، د ماشومانو په‌شمول ۸۷ تنه ووژل شول.

د امریکا د خزانې وزیر وايي، واشنګټن د دغو نویو بندیزونو په وسیله دا قوي پیغام ورکوي چې د بشار الاسد د رژیم ټول غړي باید د کیمیاوي حملې حساب ورکړي.

له دې بریده وروسته امریکا د سوریې پر هغې هوايي اډه چې د کیمیاوي وسلې د حملې لپاره ورڅخه کار اخیستل شوی و، ۵۹ توغندي وویشتل.

د امریکا د خزانې وزارت په وینا، چا چې د سوریې د کیمیاوی وسلو په پروګرام کې تر ۵ کلونو زیات کار کړی، له تازه بندیزونو سره مخامخ شوي دي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په خپل هېواد کې بانکونو ته امر کړی چې د ۲۷۱ سوریه‌والو شتمنۍ کنګل کړي.

XS
SM
MD
LG