د پاکستان د کرکټ په ملي لوبډله کې لوبېدونکي د خېبر پښتونخوا پښتون لوبغاړي یونس خان د کرکټ د پنځه ورځنیو یا ټسټ لوبو کې ۱۰ زره منډې بشپړې کړې.
نوموړی د پاکستان د کرکټ په تاریخ کې لومړنی او د کرکټ سیالیو ۱۳ لوبغاړی دی چې په ټسټ لوبو کې یې ۱۰ زره منډې بشپړې کړې.
خان دغه منډې د وېسټ انډیز جمیکا ښار په لوبغالي کې د دغه هېواد د کرکټ له لوبډلې سره د لوبېدنې پر مهال پوره کړې دي.
یونس خان د ۱۹۷۷ میلادي کال په نومبر کې د خېبر پښتونخوا صوبې په مردان کې زېږېدلی.
نوموړي په د ۲۰۰۰ میلادي کال په فبرورۍ کې په راولپېنډۍ کې د پاکستان په استازیتوب پهخپلې لومړنۍ ټسټ لوبه کې برخه واخیسته او تر دې دمهیې ۱۱۶ ټسټ لوبې کړې دي.
نوموړي پهخپلو ټسټ لوبو کې ۳۴ سلیزې، ۳۲ نیمه سلیزې او همدا شان ۵ ډبل سلیزې (۲۰۰) هم جوړې کړې دي.
یونس خان خپل وېډیویې پیغام کې دا د پاکستان کامیابي ګرځولې.
"زما دا کامیابي یوازې زما نه بلکې د ټولو پاکستانیانو ده او د دې کرېډت خپلې ټولې کورنۍ، زما مور او پلار او د پاکستان د کرکټ د لوبډلې پخواني کوچ باب ولمر ته ځي. د ملګرو او د مینهوالو او د هاغه ټولو مننه کوم چا چې د کرکټ په مسلکي هلو ځلو کې راسره مرسته کړې ده."
یونس خان د پاکستان کرکټ د ملي لوبډلې کپټان هم پاتې شوی او دغې لوبډلې د همدې په مشرۍ کې د ۲۰۰۹ میلادي کال د شل اوریزو لوبو نړیوال جام هم ګټلی و.
له بلېخوا بیا د پاکسان کرکټ ټیم پخواني کپټان عمران خان او شاهد افريدي پر خپلو ټویټر پاڼو د یونس خان لهخوا په ټسټ لوبو کې د ۱۰ زره منډو بشپړول ستايلي او دا یې ځلانده بریا بللې ده.
د کرکټ په ټسټ لوبو کې تر یونس خان مخکې دغو لاندینیو لوبغاړو ۱۰ زره منډې بشپړې کړې دي:
- سچن ټنډولګر (هندوستان) ۱۵۹۲۱ منډې
- ریکي پونډنګ (اسټرالیا) ۱۳۳۷۸ منډې
- جېکس کېلس (جنوبي افریقا) ۱۳۲۸۹ منډې
- راهول ډرایوډ (هندوستان) ۱۳۲۸۸ منډې
- کمار سنګاکارا (سریلانکا) ۱۲۴۰۰ منډې
- براېن لارا (وېسټ انډیز) ۱۱۹۵۳
- شیوناراېن چندرپال (وېسټ انډیز) ۱۱۹۵۳ منډې
- مهیلا جی وردنی (سریلانکا) ۱۱۸۱۴ منډې
- ایلن بارډر (اسټرالیا) ۱۱۱۷۴ منډې
- الېسټر کُک (انګلستان) ۱۱۰۵۷ منډې
- اسټیو وا (اسټرالیا) ۱۰۹۲۷ منډې
- سنیل ګاواسکر (هندوستان) ۱۰۱۲۲ منډې
- یونس خان (پاکستان) ۱۰۰۳۵ منډې
د یادونې وړ ده چې یونس خان ځو ورځې مخکې د کرکټ له ټسټ لوبو د تقاعدېدو اعلان وکړ او دا مهال په وېسټ انډیز کې د دغه هېواد د لوبډلې سره د خپل کریر وروستی سیریز لوبوي.
راپور: ذبیح مومند