د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

"اسلام مایتات" د ډیزاینرې پر ځای د داعش جنګیاليو مېرمن شوه


یوې ځوانې مراکشۍ پېغلې "اسلام مایتات" په دوبۍ کې مېشت بریتانوی سوداګر خلیل احمد چې په خټه افغان و، د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۴ میلادي کال په لومړیو کې ولید او دوه میاشتې وروسته‌یې واده سره وکړ.

د دوی پېژندګلوي هم د انټرنټ له لارې شوې وه.

مایتات فکر کاوه چې دغه واده به‌یې د خپلې خوښې، د لندن د کالیو د مود او فېشن دنیا ته ورسوي.

خو داسې ونه‌شول، پر ځای یې د دغې ۲۳ کلنې مراکشۍ له کړاونو ډک درې کلن ژوند د سوریې په شمال کې د خلافت په نوم د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر واکمنۍ لاندې سیمه کې تېر شو.

مایتات چې د سوریې له شمالي سیمې د داعش تر ولکې لاندې رقه څخه تښتېدلې او اوس د داعش ضد د امریکا ملاتړي ائتلاف تر کنټرول لاندې قامیشلي ښارګوټي کې چې اکثریت اوسېدونکي یې کردان دي، اوسي، د خپل تریخ ژوند کیسه د فرانسپرس له خبریال سره شریکه کړې.

مایتات چې لس میاشتنۍ لور یې په غېږ کې په خوب بیده ده او خرهاری کوي، وایي، له مېړه سره مې لیدو راته یوه انګېزه راکړه چې په اروپا کې د ډیزاین په برخه کې زده کړه وکړم خو چانس مې نه‌درلود او هرڅه خراب شول.

هغه وایي، خلیل احمد مراکش ته راغی واده مو سره وکړ او وروسته دوبۍ ته لاړو.

احمد ډېر سخت‎ګیره مېړه و چې نه‌یې ارایش ته پرېښودم او نه‌یې سپکو رڼو کالیو اغوستو ته.

فرانسپرس لیکي:

مایتات افغانستان ته تر لنډ سفر وروسته چې د خپل مېړه کورنۍ وګوري، ډېر غوښتل چې له هغه ځایه لندن ته لاړه شي او د ډیزاینرې په توګه کار پیل کړي خو کله چې ترکیې ته راځي، احمد سمدستي نوموړې د سوریې پولې ته نېږدې جنوب ختیځ د غازیانتیپ «Gaziantep» ښار ته بیایي.

د آژانس په وینا مایتات او احمد یوه لوی کور ته چې د سعودي عربستان، الجزایر او فرانسې په ګډون د یو شمېر هېوادونو پر نشو روږدي څو جوړې په‎کې اوسېدې، ځي.

مایتات وایي، ما له دوی پوښتنه وکړه چې دلته څه کوئ؟ دوی راته وویل چې دلته دې ته منتظر دي چې په سوریه کې خلافت ته مهاجرت وکړي.

د فرانسپرس په وینا انقرې تل هغه تورونه رد کړي چې وایي، ترکیه د اسلامي دولت ډلې پر وسله‎والو چې خلک، مواد، او مالي مرستې له سوریې سره په ګډه پوله اړوي، سترګې پټوي.

مایتات وایي، کله چې د ۲۰۱۴ کال په جون کې د اسلامي دولت ډلې په سوریه او عراق کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې خلافت اعلان کړ، ما ډېر وژړل.

هغه وایي، دوه اوونۍ وروسته دغو ښځو ورته ویل چې د اعلان شوي خلافت، د مسلمانانو ځمکې ته ځي او ټول خوشحاله و.

فرانسپرس لیکي:

د همدې کال په اګسټ کې مایتات او احمد هم له پولې اوړي او د سوریې په شمالي جګړه ځپلې منبیج کې چې د احمد ورور له مخکې په‎کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده، اړوي.

مایتات وایي، خپل مېړه ته‌یې تل دا خبره کوله چې ولې یې د دې ژوند داسې خراب کړ باید له اوله‌یې ورته ویلي وی چې موږ دغه کار کوو.

هغه وایي، د مېړه ځواب‌یې تل دا و چې ته مې مېرمن یې او هر څه چې وایم باید راته غوږ ونیسې.

مایتات چې له سترګو یې اوښکې بهېدې د فرانسپرس خبریال ته وویل، د احمد په وړاندې یې خپل ځان ډېر بې‌وسه احساساوه.

هغه وایي، د همدې کال په سپټمبر کې چې د عبدالله په نوم لومړنی ماشوم‌یې په نس کې و، احمد د یوې میاشتې لپاره پوځي روزنې ته واستول شو او له هغې وروسته کوباني «Kobane» ته د داعش د جګړې لومړۍ کرښې ته واستول شو چې میاشت وروسته‌یې ورور ورته په جګړه کې د وژل کېدو خبر ورکړ.

مایتات وایي، له دغې پېښې وروسته چې دا امیندواره وه، یوه مېلمستون ته چې په‎کې د جهادیانو کونډې اوسېدې، بوتلل شوه.

هغه وایي، له همدې ځایه پوځي روزنه پیلېده او زیاتوي سره له دې چې دا امیندواره وه دې ته اړ کېده چې په روزنه کې برخه واخلي.

مایتات وایي، د دې لپاره چې په دغه مېلمستون کې له نورو ښځو چې اکثره‌یې ازبکانې او روسانې وې، په ژبه نه‌پوهېده یوه بل کور ته چې عرب ژبې په‎کې اوسېدې بوتلل شوه.

مایتات وایي، په دغه کور کې تر هغو اوسېده چې خپل لومړی ماشوم‌یې دنیا ته راوړ.

د فرانسپرس آژانس لیکي:

مایتات د دې لپاره چې له دغه امن خونې ځان وباسي د خپل لومړي مېړه له وژلو څه کم یو کال وروسته د ابو عبدالله په نوم له یوه بل افغان سره واده کوي چې هغه‌یې رقه «Raqa» ته چې د داعش له‌خوا د اعلان شوي خلافت مرکز ګڼل کېږي، بیایي.

مایتات وایي، هلته‌یې ژوند ډېر سخت و، میړه‌یې له کوره بهر ته تګ ته نه‌پرېښوده او همدا علت و چې تر واده دوه میاشتې وروسته‌یې ورڅخه طلاق واخیست.

مایتات وروسته د درېیم ځل لپاره په رقه کې د ابو طلحه‌الهندي په نوم د داعش له یوه هندي جنګیالي سره واده وکړ چې اتلس میاشتې یې دوام وکړ او د دغه واده ثمره‌یې د ماریا په نوم لس میاشتنۍ لور ده.

مایتات د ابو طلحه له وژلو وروسته د دغې سخت دریځې ډلې د یوه بل جهادي له کونډې سره چې یوه یزیدي وه، یوځای کېږي او له یوې پټې لارې د اسلامي دولت ډلې ضد ائتلاف تر کنټرول لاندې سیمې ته تښتي.

مایتات چې په درې کلن تریخ ژوند کې یې درې ځلې واده کړی او اوس دوه ماشومان ورله غاړې دي خپلې او د ماشومانو راتلونکې ته اندېښنه لري.

مایتات وایي، نه‌پوهېږي چې له خپل ژوند سره څه وکړي، په زړه کې یې دا ورګرځي چې له خپلو ماشومانو سره بېرته مراکش ته لاړه شي خو په دې هم شک کوي چې ایا هلته به راتلونکې ولري او که نه؟

XS
SM
MD
LG