د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

موګرېني: اروپايي اتحاديه له روسیې سره ښې اړيکې غواړي


د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پالېسۍ رئیسه په داسې حال کې مسکو ته د لومړي ځل لپاره تللې ده چې د مسکو او ۲۸ هېوادونو د دغه بلاک تر منځ اړيکې ترینګلې شوې دي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پالېسۍ رئیسه فدریکا موګرېني وايي چې اروپايي اتحاديه له روسیې سره ښې اړيکې غواړي خو داسې تمثيل نه‎شي کولای چې روسیې له اوکراینه کرېمیا نه‌وه جلا کړې.

موګرېني مسکو ته د خپل لومړي رسمي سفر پر مهال د روسیې د بهرنیو چارو له وزير سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې دا خبرې وکړې.

موګرېني همداراز په روسیه کې د همجنس‎بازانو پر ضد د حکومت د ځپنو او چچنیا کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه انتقاد وکړ او ويې‌ویل چې دا د روسیې حکومت مسؤلیت دی چې خپل ټول وګړي خوندي وساتي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمير پوتین وياند ادعا کړې ده چې داسې راپورونه هېڅ شواهد نه‎لري.

لاوروف د موګرېني خبرو ته په کلکه په ځواب کې وويل چې روسیه به په دغه هېواد کې د بشري حقونو په اړه تر هغه وخته هېڅ بحث ونه‎کړي چې د نورو مسايلو په اړه له اروپايي اتحاديې سره بحثونه نه‌وي پيل شوي.

موګرېني وويل چې داسې تمثيل کول هېڅ معنی نه‎لري چې د اروپايي اتحاديې او روسیې تر منځ اختلاف نه‌شته.

اروپايي اتحاديې، امریکا او نورو هېوادونو پر روسيې وروسته له هغه بنديزونه ولګول چې دغه هېواد له اوکراینه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د تور سمندرګي د کرېمیا ټاپو وزمې کنټرول تر لاسه کړ.

لوېديځ د اوکراین په ختيځ کې د جلاغوښتونکو سره د مرستو پر سر پر روسيې بنديزونه ولګول.

د حکومت او جلا غوښتونکو تر منځ په جګړه کې د ۲۰۱۴ میلادي کال له اپرېل مياشتې راهيسې تر نهه زره او نهه سوه زیات کسان وژل شوي دي.

موګرېني د روسيې د بهرنيو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې وويل چې د روسیې او اروپايي اتحاديې همکاري نه‎ده سړه شوې او اروپايي اتحادیه له روسیې سره نېږدې همکاري غواړي خو د اوکراین او سوريې په ګډون د يو شمېر ستونزو پر سر اختلافات شته.

موګرېني او لاوروف د هغه څه په اړه هم اختلاف څرګند کړ چې لوېديځ هېوادونه وايي، په سوریه کې د اپرېل په څلورمه د سیرين ګازو حمله د دې هېواد حکومت کړې وه چې د روسیې ملاتړ لري.

د اروپايي اتحاديې هېوادونو د امریکا انتخاباتو کې د روسیې پر لاسوهنې وروسته له هغې اندېښنه څرګنده کړه چې د امريکا استخباراتي چارواکو پلټنو وښودل ولادیمير پوتين د ۲۰۱۶ میلادي کال د امریکا انتخاباتو د اغېزمنولو امر کړی وو.

په همدې حال کې لوېديځ هېوادونو پر مسکو هغه مهال بنديزونه ولګول چې روسيې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په غير قانوني توګه له اوکراینه د کرېمیا ټاپووزمه جلا کړه او په خپلې خاورې پورې يې ونښلوله.

XS
SM
MD
LG