د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د ارزګان کروندګر وایي طالبانو یې پر کروندو اوبه بندې کړي


د ارزګان ولایت یو شمېر کروندګر وايي، په دغه ولایت کې جګړو د دوی کښتونو او باغونو ته سخت زیانونه اړولي دي.

د دغه ولایت یو شمېر کروندګرو د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو له تېرو دوو میاشتو راهيسې د یو شمېر ویالو بندونه تړلي دي چې کښتونه او باغونه‌یې د وچېدو په حال کې دي.

د یادو کروندګرو له ډلې سردار ولي او جیلاني ازادي‎ راډيو ته وویل:

سردار ولي:

"زه خپله ۶ جریبه ځمکه لرم چې په درې جریبه ځمکه کې مې د انارو باغ جوړ کړی دی، دا درې کاله مې ورسره خواري وکړه، خو اوس د اوبو د نشتوالي له امله په وچېدو دی."

جیلاني وایي:

"ما دغه ځمکه په اجاره نيولې ده، تاسې يې وینئ، بېنډۍ مې کرلي دي، کېمیاوي سره مې له بازاره په پور پېرلې، خو اوس وسله‎والو طالبانو اوبه راباندې وچې کړې، دغه دی ټول کښت مو وچ شو."

دوی له دولته غوښتنه کوي چې ویالې دې ورته خلاصې کړي او یا دې هم یوه بله چاره وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ارزګان له ولایتي ادارې سره اړیکه ټینګه کړو، خو د پرله‌پسې هڅو سره-سره بیا هم بریالي نه‌شو.

بل‌خوا د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزی دغه ستونزه مني او له وسله‎والو طالبانو څخه غوښتنه کوي چې نور دې بې‎ګناه افغانان د سپر په توګه نه‌کاروي او د سولې لار دې خپله کړي.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیرمحمد بارکزی
د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیرمحمد بارکزی

ښاغلي بارکزي زیاته کړه:

"دغه ویالې چې وسله‎والو طالبانو تړلي، د دغو ویالو اوبه خو به پولیس نه‌څښي، ملي اردو خو به‌يې نه‌څښي، هېڅ یو دولتي ارګان ورڅخه ګټه نه‌اخلي، نو دا معلومه خبره ده چې تاسې د دې هېواد دښمنان یاست او یوازې خلک ځوروئ."

وسله‌والو طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې روانې جګړې یوازې دا نه چې خلکو ته‌يې مالي زیانونه اړولي، بلکې تر څنګ‌يې سخت ځاني زیانونه هم وراړولي دي.

ارزګان د افغانستان یو له هغو کرنیزو ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره، ۸۰ سلنه خلک‌يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG