د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

"م.م": افغانستان کې بنديان او توقيف شوي کسان لا هم شکنجه کېږي


د ملګرو ملتونو تازه راپور وايي، د افغان امنيتي ځواکونو له‌خوا د توقيف شويو کسانو شکنجه او ورسره بد چلند ادامه لري.

دغه راپور د دوشنبې په ورځ خپور شو او په‌کې ويل شوي، سره له دې چې نوي قوانين تصويب شوي او ولسمشر ژمنې کړي، خو له توقيف شويو سره لا هم ناوړه چلند کېږي.

د ملګرو ملتونو تحقيق کوونکي وايي، د افغان امنيتي ځواکونو په اړوندو ٦٢ زندانونو او توقيف ځايونو کې يې له ٤٦٩ زندانيانو او توقيف شويو سره د ٢٠١٥ میلادي کال له جنورۍ نه نیولې د ٢٠١٦ میلادي کال د ډسمبر مياشتې تر ٣١مې مرکې کړې دي.

په دغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو راغلي، د وسله‌والو شخړو له اړوندو لږ تر لږه ٣٩ فيصده مرکه شويو بنديانو او توقيف شويو سره، د مرکو پر اساس چې د ملګرو ملتونو تحقيق کوونکو ورسره کړي، دا موثق او دقيق معلومات ترلاسه شوي چې افغان پوليس، د استخباراتو او پوځ پرسونل له توقيف شويو سره ناوړه چلند کوي.

حال دا چې په ٢٠١٥م کال کې د ملګرو ملتونو په راپور کې ٣٥ فيصده مرکه شويو له دغسې ناوړه چلندونو شکايت کړى و.

خو افغان حکومت ويلي، چې په زندانونو او توقيف ځايونو کې د شکنجې د له‌منځه وړلو لپاره اراده لري، خو تر دې مخکې افغان حکومت تائيد کړې، چې ځينې ستونزې ښايي د اشخاصو له درکه پېښې شوي، خو په ملي سطحه ستراتيژي داسې نه‌ده.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش

د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش ازادۍ راډيو ته وويل:

"موږ له دوو کلونو راهيسې د زندانيانو لپاره د ښې او مناسبې فضا رامنځته کولو لپاره په ټولو زندانونو کې جدي اقدامات کړي دي. ټولو بنسټونو چې دغه زندانونه کتلي د شکنجې او ناوړه چلند په باب‌یې موږ ته کوم راپور نه‌دى راکړى چې ګواکې له زندانيانو سره دې ناوړه چلند شوى وي."

ښاغلى دانش وايي نظارت‌خونې او محابس د پوليسو او توقيف ځايونه د څارنواليو په کنټرول کې دي.

د ملګرو ملتونو دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې ځينې عالي رتبه افغان چارواکي په پام کې لري، روانه اوونۍ په جنيوا کې په هېواد کې د شکنجې د مخنيوي په يوه کمېټه کې راڅرګند شي چې هلته به په افغانستان کې د شکنجې د مخنيوي د قوانينو د تطبيق پر سابقې خبرې او بحث وشي.

په همدې حال کې د هالنډ په هاګ کې د جرمونو نړيواله محکمه په جلا ډول په افغانستان کې له بنديانو او توقيف شويو سره د ناوړه چلند مسئله څېړي.

د ملګرو ملتونو چارواکو دا نتيجه اخيستې چې د ملي پلان د عملي کولو لپاره د حکومت له هڅو سره-سره دغه راپور چې اسناد او مدارک په‌کې راټول شوي څرګندوي چې د شخړو له اړوندو توقيف شويو سره ناوړه چلند کېږي، په ځانګړي ډول د پوښتنو ګروېږنو په وخت کې.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله، دا مسئله د شکنجې او ناوړه چلند په وړاندې د حساب کتاب اړخ کمزورى دى.

د ملګرو ملتونو تحقيق کوونکو او د راپور لیکوالان چې په تېرو دوو کلونو کې د ټول هېواد په سطحه له ٤٦٩ توقيف شويو سره په ٦٢ توقيف ځايونو کې مرکې کړې دي.

د راپور ليکوالان وايي د ٤٥ مرکه شويو د معلوماتو له مخې د افغان پوليسو له‌خوا د شکنجې ورکولو راپورونه ١٤ فيصده زيات شوي دي.

د هغو مرکو پر اساس چې د ملګرو ملتونو تحقيق کوونکو کړي، هغه ځواک چې د محلي پوليسو په نامه يادېږي، خپل ٦٠ فيصده توقيف شوي کسان سخت ډبوي او نېږدې ٣٠ فيصده نورو چې د ملي امنيت له‌خوا نيول شوي، په مرکو کې ويلي، دوى هم له شکنجې او ناوړه چلند سره مخامخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دغه راپور له مخې، د ملي اردو سرتېري هم له ځينو توقيف شويو سره په ناوړه چلند تورن شوي، خو راپور زياتوي چې د ملي اردو له‌خوا د بندي شويو کسانو د شکنجې موارد کم دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يا يوناما په اعلاميه کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر زيد رعد الحسين وينا رااخيستل شوې چې ويلي يې دي:

"شکنجه امن نه‌زياتوي، هغه اقرار چې د شکنجې په نتيجه کې اخيستل شوى وي، هېڅ د اعتبار وړ نه‌دى."

په انګرېزي ژبه د ملګرو ملتونو د راپور لوستلو لپاره دا لېنک کلېک کړئ.

XS
SM
MD
LG