مدني فعاله ډېوه نيازۍ وايي چې د نورې نړۍ ښځې او د افغانستان ښځې په ژوند کې ډېر لوی توپير لري.
د توپير لاملونه يې دا دي چې هغوی تعليمونه کړي، خپلې ورځنی ستونزې په خپله هواروي او په هره مسئله کې ازاده د نظر حق لري، خو په افغانستان کې برعکس د تعليم حق ترې اخېستل شوی او نور حقونه او امتيازونو ته يې هم څوک نه قايلېږي.