د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

سعید: حکمتیار به ډېر ژر د ختیځو ولایتونو څخه په یوه کې راڅرګند شي


د افغانستان حزب اسلامي ګوند په ننګرهار ولایت کې د نوموړي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د راڅرګندېدو په تړاو راپورونه ردوي خو وايي چې نوموړی به ډېر ژر د افغانستان له ختیځو ولایتونو څخه په یوه ولایت کې راڅرګند شي.

تردې دمخه داسې ویل کېدل چې ښاغلی حکمتیار به له حکومت سره د دغې ډلې د تفاهم لیک د ټولو مادو تر پلي کېدلو وروسته د خلکو ترمنځ راڅرګند شي.

خو اوس حزب اسلامي وايي چې د یاد تفاهم لیک د موادو پلي کېدو ته نېږدې شوي دي.

له ښاغلي سعید سره زموږ همکار اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې د هغه راپورونه په اړه ترې پوښتلي چې په ننګرهار کې د ښاغلي حکمتیار د راڅرګندېدو په اړه په کې ویل شوي دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG