په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په پېښه کې ۵ تنه چې ګمان کېږي له حمله کوونکو سرهیې همکاري کړي وي نیول شوي دي.
یوې سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، هغه جګپوړی چارواکی هم نیول شوی چې حمله کوونکو تهیې قول اردو ته د داخلېدو اجازه ورکړې وه.
د قول اردو د مطبوعاتو څانګې امر عبدالقهار ارام ازادي راډیو ته تائید کړه چې له پېښې سره د تړاو په تور له نیول شویو مشکوکو کسانو څېړنې روانې دي، خو په دې اړهیې له زیاتو جزئیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.
بلخوا د قول اردو له پوځي روغتونه یوه ډاکتر د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۳ تنو ته رسېدلی او ۷۸ تنه نور ټپيان دي.