د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

باسټن ګلوب بلخ کې د وسله والو طالبانو ډله ييزه حمله څېړلې


باسټن ګلوب:

د نړۍ د ګڼو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو په څېر امريکايۍ ورځپاڼې باسټن ګلوب هم په بلخ کې پر ٢٠٩ شاهين قول اردو د وسله والو طالبانو ډله ييزه حمله څېړلې ده.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي په دې حمله کې چې د جمعې په ورځ پر دغه قول اردو وشوه، تر ډېره هغه بې وسلې سرتېري په نښه شول چې يا د قول اردو په خوړنځي کې په ډوډۍ خوړلو بوخت وو، يا هم له جومات څخه د جمعې تر لمانځه وروسته په راوتو وو.

باسټن ګلوب ليکلي چې حمله کوونکو پوځي دريشۍ په تن کړې وې، وروسته له هغه چې يوه يې د قراول په دروازه کې ځان وژونکې حمله وکړه، نور يې قول اردو ته دننه شول او حمله يې پيل کړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د دې حملې د څېړنې او د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ لپاره د شنبې په ورځ بلخ ته لاړ او د يکشنبې ورځ يې په افغانستان کې د ملي ماتم د ورځې په توګه اعلان کړه.

په دې حمله کې د اوښتې مرګ-ژوبلې ارقام لا هم ضد و نقيض دي. باسټن ګلوب د بلخ د ولايتي شورا د سرچينو په حواله وايي چې په حمله کې لږ تر لږه ١٤٠ سرتېري وژل شوي، خو د بلخ ولايت يوه بل دولتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ويلي، په بريد کې ١٣٧ سرتېري وژل شوي، خو په نورو راپورونو کې دغه شمېر تر دې زيات ښوول شوى دى.

باسټن ګلوب د ليکنې په دوام زياتوي، په وژل شويو کې ٢٢ کلن افغان سرتېرى قاري احمد خان هم شامل دى، چې په يوه اسلامي مدرسه کې د خپلو ديني زده کړو تر بشپړولو وروسته د ملي اردو ليکو ته ورغلى و.

د ده ورور ٤٣ کلن محمد خان ويلي، ورور يې قران کريم حفظ کړى و. ده ويلي د قول اردو مخې ته په ساعتونو ساعتونو انتظار و، چې اخر د پوځ چارواکو د ورور مړى وروسپاره.

په ليکنه کې راغلي چې وسلوالو طالبانو ظاهراً د لسو کسانو تصويرونه او نومونه خپاره کړي، چې ګواکې په هغه حمله کې يې لاس درلود.

ورځپاڼې ليکلي، په بلخ کې دا حمله په داسې حال کې کېږي، چې څو اوونۍ مخکې په کابل کې پر سردار محمد داود خان پوځي روغتون سخت دريځو وسلوالو حمله کړې وه، تر ٥٠ ډېر کسان يې ووژل او هغې جګړې هم تقريباً ٧ ساعته دوام کړى و.

ذبيح اله مجاهد چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند معرفي کوي، رسنيو ته په لېږل شوي ايميل کې ليکلي، چې پر ٢٠٩ شاهين قول اردو دغه حمله د طالبانو د ځينو مهمو مشرانو د وژل کېدو په غچ کې شوې ده.

ګارډين:

د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې په کندز ولايت کې د طالبانو د يوه مهم چارواکي پر وژل کېدو تبصره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي قاري طيب چې د ورڅېرمه ولايت تخار لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په توګه پېژندل کېده، په يوه بمبارۍ کې ووژل شو.

د امريکا دفاع وزارت د شنبې په ورځ ويلي، چې د طالبانو دغه مشر د کندوز په دښت ارچي ولسوالۍ کې تېره دوشنبه په هوايي حمله کې وژل شوى دى. د دفاع وزارت په حواله چې ائتلافي ځواکونه له شپږو کلونو راهيسې په قاري طيب پسې وو.

د ګارډين په ليکنه کې د امريکايي ځواکونو د اعلاميې يوه برخه رااخيستل شوې، چې ويلي يې دي، دغه هوايي حمله د هغو روانو هڅو يوه برخه وه، چې هدف يې په سيمه کې په ازادانه ډول د طالبانو د خوځښتونو مخنيوى دى.

امريکايي ځواکونو ويلي، چې دوى هغه سراى په نښه کړى، چې د قاري طيب و او په سيمه کې يې د سخت دريځو وسلوالو لپاره ورڅخه استفاده کوله.

د ګارډين په ليکنه، له ٢٠١١م کال راهيسې هڅه روانه وه، قاري طيب په نښه شي، دى په مستقمه توګه په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د وژنې مسوول و.

د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې د وسلوالو طالبانو تش په نوم واليان په دغو ولايتونو کې وسلوالو طالبانو ته لارښوونه کوي او رهبري يې پر غاړه لري.

دوى په هغو سيمو کې واک چلوي چې د افغان حکومت کنټرول ورباندې کمزورى دى؛ د ساري په توګه د افغانستان په جنوبي سيمو کې چې د ورځپاڼې په حواله وسلوال طالبان په کې د کوکنارو په کښت او د ترياکو په کار و بار کې لاس لري.

د ګارډين په ليکنه کې د طالبانو د تش په نامه دوو واليانو وژنې ته هم اشاره شوې، چې د روان ميلادي کال په لومړيو کې په نورو حملو کې وژل شوي دي.

د امريکا دفاع وزارت ويلي چې د قاري طيب د وژنې لپاره په شوې حمله کې، اته نور طالب جنګيالي هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG