د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

مشرانو جرګه: حکومت کې ستونزې شاهین قول اردو ته د ورته حملو زمینه ګرځېدلې


په ۲۰۹ شاهین قول اردو د شوې حملې وروسته د افغانستان مشرانو جرګه دولت ته د ملامتۍ ګوته نیسي او وايي چې د مدیریت ضعف په افغانستان کې بې‌ثباتي زیاته کړې ده.

د دغې جرګې غړو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې ټینګار په دې کاوه چې په تېرو وختونو کی د نیول شویو وسله‎والو او حمله کوونکو نه‌مجازات او د حکومت دننه د غفلت کوونکو په اړه اقدام نه‌کول د دې سبب شوی چې د وسله‎والو حملې د دفاعي ځواکونو تر مرکزونو ورسېږي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې په دې ورځ‌یې د جرګې مشري هم کوله د سناتورانو له ګڼو انتقادونو او اندېښنو وروسته وویل:

"غفلت، بې‌کفایتي، ناسالم مدیریت، د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د زورواکو او سیاسیونو مداخله، پنځم ستون، د عاملینو نه‌مجازات او د معافیت فرهنګ هغه عوامل دي چې بدبختانه د پېښو په تکرار کې رول لري."

د مشرانو جرګې غړي له هغې وروسته دا اندېښنې ښيي چې وسله‎وال طالبان د جمعې په ورځ بلخ کې د شاهین پر ۲۰۹ قول اردو حمله وکړه.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی د امنیتي او دفاعي چارواکو له قوله وايي چې وسله‎والو په څلور ساعته نښته کې ۱۳۷ سرتېري وژلي او شااوخوا ۶۷ نور یې ټپیان کړي دي.

له دغې حملې یوه ورځ وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه په بلخ ولایت کې شاهین قول اردو ته ولاړ.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د شاهین قول اردو د پېښې په اړه به له څېړنو وروسته لازم اقدامات وشي.

سناتوران بیا له دې وړاندې د ورته امنیتي پېښو په اړه د حکومت په ژمنتیا شک ښيي او وايي چې تر اوسه د هېڅ کومې پلټنې نتیجې نه‎دي روښانه او نه‌هم ملامت مسؤلین مجازات او یا هم په کور کېنول شوي دي.

دوه سناتورانو زلمي زابلي او روڼا ترین په دې اړه وايي:

"دا اصل او سم کار نه‎دی چې جمهور رئیس ولاړ شي او د کمېسیون د جوړېدو او څېړنو ژمنه وکړي، ایا تر اوسه د کوم کمېسیون واقعیت معلوم شوی دی؟

"ترڅو پورې به قرباني ورکوو تر کومه به تسلیت وایو او تر څه وخته پورې به فاتحې اخلو ایا دا د ښه مدیریت کمزوري نه‎ده، موږ که په دې ارګانونو په دې مسؤلینو او په دې قوماندانانو ښه مدیریت ولرو ولې به زموږ بچي وژل کېږي؟"

له دې وړاندې افغان چارواکو بیا-بیا ژمنه کړې هغه څوک چې په خپلو وظیفو کې غفلت کوي مجازات به‌یې کړي او د هېواد په امنیتي او لویو موضوعاتو کې د چارواکو تر منځ هېڅ ډول اختلاف نه‌شته.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG