د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

عراقچي: ټرمپ ایران سره د اټمي موافقې د پای ته رسولو لپاره پلمه لټوي


د ايران د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هڅه کوي يوه بهانه په لاس ورشي څو له ايران سره اټمي موافقه پاى ته ورسوي، خو د دغه وزارت په باور داسې کار به ونه‌شي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي په یوه بیان کې چې پرون شنبه خپور شو ویلي، هېواد به‌یې دا موضوع د سې شنبې په ورځ د ویانا په غونډه کې مطرح کړي.

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د ایران د اټمي پروګرام د موافقې پر اجرا خبرې وشي.

د تهران او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو جمع جرمني تر منځ دغه موافقه د ۲۰۱۵ په جولای کې لاسلیک شوې ده.

په جرمني کې مېشت ايراني ورځپاڼه ليکونکي او تحليلګر مهدي مهدوي د ازادۍ راډيو ايرانۍ څانګې فردا راډیو ته وويل، د ايران او امريکا چارواکي ځکه تر اټمي موافقې وروسته لانجمنې څرګندونې کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اختلافاتو د حل لپاره سياسي اراده نه‌شته.

مهدوي زیاته کړه:

"د اټمي موافقې د محتوا هدف له شک پرته چې د ايران او امريکا تر منځ د اړيکو ښه کېدل او د سيمه‌ييز کړکېچ کمېدل دي. خو هم ايران او هم امريکا څو څو وارې د موافقې د محتوا پر خلاف عمل کړى دى. هم د ايت‌الله علي خامنه‌اي څرګند انتقاد او هم د ښاغلي ټرمپ تند انتقادونه د دې موافقې د ٢٨مې مادې خلاف دي."

د تهران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو تر منځ د شوې اټمي موافقې پر اساس له ايرانه ځيني نړيوال بنديزونه ليرې شول، په بدل کې يې تهران خپل اټمي پروګرام محدود کړ.

خو دغه موافقه ايران ته يوازې د ملکي اهدافو لپاره له اټمي پروګرامه د کار اخیستو اجازه ورکوي.

د اټمي وسلو جوړول په‌کې منع دي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې له ايران سره شوې موافقه ناوړه وبلله.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

"دا ناوړه موافقه وه، چې بايد نه‌وى لاسليک شوې. په هغه شکل چې ورباندې مذاکرې وشوې، بايد مذاکرې نه‌وى شوې. دا يوه بده موافقه وه، دومره بده چې تر اوسه مې نه‌وه ليدلې، دوى د موافقې له محتوا سره سم عمل نه‌کوي."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن هم پر دې موافقې انتقاد وکړ.

دغې موافقې ته په رسمي توګه د عمل ګډ هر اړخيز پلان ويل کېږي.

ټېلرسن ويلي، دغه موافقه نه‌ده توانېدلې خپل هدف ته چې ايران د اټمي وسلو له جوړولو راګرځول وو، ورسېږي.

XS
SM
MD
LG