د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

سرنوشت: بیا وحشت، بیا پلټنې او کمېسیونونه


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د پېښې د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

اصلاح ورځپاڼې لیکلي ولسمشر محمد اشرف غني په شاهین قول اردو باندې د حملې د هر اړخېزې څېړنې امر کړی.

د همدې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی له یوه غاره په بیا-بیا چیچل کېدل.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي تر اوسه خلکو د سردار محمد داوود خان د روغتون پېښه نه وه، هېره کړې چې په شاهین ۲۰۹ قول اردو خونړۍ حمله وشوه.

لیکوال ټینګار کوي چې دا مسئله باید روښانه شي چې ولې افغانستان په بیا-بیا دا ډول حلمې ترسره کېږي.

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي له کشفي او استخباراتي مسؤلینو څخه په شاهین قول اردو باندې د حملې په اړه باید جدي پوښتنې وشي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې د پېښې نوعیت او تلفاتو ته په کتو داسې ښکاري چې دا حمله به د سیمې د استخباراتو له لوري پلان شوې وي.

د سرنوشت ورځپانې د سرمقالې عنوان دی بیا وحشت، بیا پلټنې او کمېسیونونه.

په سرمقاله کې راغلي امریکا دې یا په جګړه کې له افغانانو سره مرسته وکړي او یا دې پر پاکستان فشار راوړي او یا دې هم د سولې په برخه کې مرسته وکړي.

د سرنوست د سرمقالې د لیکوال په باور له دې پرته د افغانستان او امریکا اړیکې نه یوازې دا چې ګټه نه لري، بلکې افغانان به د دغه ډول وحشتونو او جنایتونو شاهدان وي.

اطلاعات روز ورځپانې په خپل لومړي مخ کې د شاهین قول اردو د وژل شویو سرتېرو د تابوتونو عکس خپور کړی او لیکلي یې دي د شاهین قول اردو د وژلو شویو سرتېرو په شمېرلو کې د حکومت ناتواني.

د همدې ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې هغه کسان چې مشکوک وي او یا د ملي اردو کارت ونه لري، قول اردو ته یې ننوتل ستونزمن کار دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي اوس پوښتنه دلته ده چې حمله کوونکي څه ډول توانېدليچې قول اردو ته ننو ځي؟

په سرمقاله کې د غیر رسمي سرچینو په حواله ویل شوي چې د قول اردو ځینې سرتېرو له حمله کوونکو سره په ننوتو کې مرسته کړې ده.

هېواد دولتي ورځپانې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي دغه پېښه هر اړخېزې ارزیابي ته اړتیا لري.

همدې ورځپانې په یوه جلا مطلب کې لیکلي په بلخ کې پر شاهین قول اردو د وژل شویو سرتېرو ته د درناوي لپاره نن ملي ماتم اعلان شوی دی.

او په پای کې د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي په شاهین قول اردو باندې خونړۍ حمله په ملي شورا کې د بلخ ولایت د استازو او د علماوو د شورا له خوا غندل شوې ده.

XS
SM
MD
LG