د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

واشنګټن پوسټ: غني د بلخ د پېښې حمله کوونکي له "دينه وتلي" وبلل


د نړۍ زياتو معتبرو ورځپاڼو په بلخ ولايت کې پر ٢٠٩ شاهين قول اردو د جمعې ورځې پر حملې ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

ډېلي مېل:

بريتانوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل ليکلي چې پر ٢٠٩ شاهين قول اردو د وسله‎والو طالبانو حمله د خپل ډول له مخې پر يوه پوځي مرکز له ډېرو خونړيو حملو ګڼل کېږي.

د ورځپاڼې په ليکنه، حمله کوونکو پر افغان سرتېرو چې ځينې په خوړن‎ځي کې وو يا هم له جومات څخه د جمعې تر لمانځه وروسته په راوتو وو، ډزې پيل کړې.

ډېلي مېل ليکلي، مخکې تر دې چې سخت دريځي بريدګر ووژل شي، حملې څو ساعته دوام وکړ.

په ليکنه کې ويل شوي چې حمله کوونکو له راکټونو، لاسي بمونو او ټوپکو استفاده کړې ده.

ډېلي مېل ليکلي، د جمعې په ورځ د حملې پر مهال پر ٢٠٩ شاهين قول اردو ګڼې پوځي څرخي الوتکې ګرځېدې او امبولانسونو مړي او ټپيان لېږدول.

يو، ايس، اې- ټوډې (USA Today):

امريکايۍ ورځپاڼې يو، ايس، اې ټوډې د دفاع وزارت د وياند دولت وزيري خبرې رااخيستي چې ويلي يې دي، حمله کوونکي لس تنه وو چې دوو يې ځان وژونکې حملې کړي او اتو نورو تر وسله‎والې جګړې وروسته په متقابلو ډزو ووژل شول.

يو، ايس، اې ټودې ليکي، د ٧ قول اردوګاو له جملې ٢٠٩ شاهين قول اردو د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې پرته ده چې د دفاع وزارت په چوکاټ کې د افغانستان په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې د امن د برابرو مسؤليت لري.

واشنګټن پوسټ:

له امريکا خپرېدونکې بلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ هم د دې حملې په اړه ليکنه خپره کړې او دا حمله يې د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت ته چې د امريکا لړزانده ملاتړ ورسره دى، يو ګوزار بللى دى.

د ورځپاڼې په ليکنه دغه حکومت له يوې خوا د سخت دريځو وسله‎والو له حملو سره مخامخ دى له بلې خوا د قدرت پر سر له داخلي مبارزې سره هم لاس او ګرېوان دى.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د حملې د څېړنې او د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په نيت بلخ ولايت ته د ولسمشر محمد اشرف غني سفر ته هم اشاره کړې ده.

د ليکنې په حواله ولسمشر حمله کوونکي "له دين څخه وتلي" وبلل، ځکه چارواکو ويلي سخت دريځو وسله‎والو پر هغو افغان سرتېرو چې پر لمانځه ولاړ وو، يا له جوماته په راتو وو، ډزې وکړې.

د واشنګټن پوسټ د ليکنې په حواله، دغه حمله د امريکا د پوځ له‎خوا هم غندل شوې، چې په افغانستان کې د وسله‎والو طالبانو تر څنګ د نورو سخت دريځو وسله‎والو پرضد هم له څه باندې ١٦ کلونو راهيسې د جګړې رهبري په لاس کې لري.

XS
SM
MD
LG