د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

امریکا اچین کې د «بمونو مور» غورځولو نه دفاع کوي


واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د "ټولو بمونو مور"غورځولو دفاع کوي.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس په حواله لیکلي چې په افغانستان کې د "ټولو بمونو مور" استعمال د امریکا دوستانو او دښمنانو ته دا پيغام ورکړ چې واشنګټن د اسلامي دولت پروسله واله ډله یا داعش له هېڅ ډول واره ډډه نه کوي.

د امریکا دفاع وزارت د اپرېل په دیارلمسمه، د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د اسېدخېلو پر سیمه د "ټولو بمونو مور" بم استعمال کړ.

واشنګټن تایمز لیکلي چې د امریکا د دفاع وزیر په باور په دې کې د حېرانۍ خبره نه وه دا پرېکړه د جګړې پرمهال شوې وه.

خو د ورځپاڼې په حواله، جېمز متېس په دې حمله کې داعش ته د رسېدلو زیانونو په اړه خبرې نه دې کړي.

واشنګټن ټایمز لیکلي چې په اچین کې د "ټولو بمونو مور" پر استعمال انتقادکونکي وايي چې دې حملې په ذهنونو کې، د ویتنام د جګړې خاطرې ژوندۍ کړي او حتي د ممکنو تلفاتو له امله، یو ظالمانه اقدام ګڼل کېدلائ شي.

خو د امریکا دفاع وزیر واشنګټن ټایمز ته ویلي چې د امریکا د پوځ د قول اردو له مشره نېولې تر پیاده عسکرو، ټولو پوځیانو د دې حملې د ستراتيژیک اغېز په اړه معلومات درلودل او ټول اړخونه یې ښه څېړل شوي وو.

هیومن رايټس واچ:

هیومن رايټس واچ خپرونې د «ایا د افغانستان حکومت به د کوچنیانو د ودونو د مخنیوي لپاره خپل تعهد پرځاي کړي؟» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې چې په یوه برخه کې يې راغلي:"په دریو افغانو انجونو کې چې ودېږې، یوه یې تر اتلس کلنۍ کمه وي."

د افغانستان حکومت روانه اوونۍ یو ملي پروګرام پېل کړې چې په دې هېواد کې د ماشومانو د ودونو مخنیوی وکړي.

د هیومن رايټس واچ په حواله، په کم عمر کې ودونه د نجونو لپاره له ټولنیز او روغتیايي پلوه ډېر خطرناک دي.

د هیومن رايټس واچ د دې مقالې ليکوالې هېدر بار، زیاته کړې چې په افغانستان کې دفقر له امله تعلیمي او روغتیايي امکانات محدود دي.

له دې امله، به افغانستان کې د کورني تشدد او د کوچنیانو د زېږېدو زیاتېدوته پاملرنه کمه شوې او دا هغه اساسي مسئلې دي چې له امله یې زیاتې ښځې قرباني کېږي.

هیومن رایټس واچ، په دې مقاله کې د یوې افغانې نجلې "مریم" په اړه معلومات خپاره کړي چې په کم عمر کې واده شوې او مجبوره شوې وه چې ښوونځي پرېږدي.

هیومن رايټس واچ لیکلي چې مریم په ۲۲ کلنۍ کې د پینځو ماشومانو مور ده.

یوې لې نجلۍ "رحیمې" هیومن رايټس واچ ته ویلي چې په دیارلس کلنۍ کې یوه ۷۵ کلن سړي ته چې بله ښځه یې هم درلوده، ور واده شوې وه.

د خپرونې په لیکنه، په کم عمر کې ودونه د افغانستان زیاتې نجونې له تشدد اوکورني زور- زیاتي سره مخامخ کوي او د اینده لپاره یې امېدونه مړاوي کوي.

XS
SM
MD
LG