د پاکستان د پوځ مخکینی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد د جوړ شوي اسلامي هېوادونو د پوځي ائتلاف د مشرۍ لپاره سعودي عربستان ته ولاړ.
پاکستاني رسنۍ د جمعې په ورځ ددې هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف په حواله ویلي چې د دغه هېواد د دفاع وزارت د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف تر منظورۍ وروسته جنرال راحیل شریف ته ددغه پوځي ائتلاف د مشر په توګه په دغه ائتلاف کې د ګډون منظوري ورکړې ده.
ښاغلي اصف وویل:
"سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د پوځي ائتلاف د مشر په توګه د جنرال راحیل شریف په ټاکنه کې ځانګړې دلچسپي ښودلې وه چې بیا وروسته مرکزي حکومت جنرال راحیل شریف ته په دغه پوځي ائتلاف کې د مشر په توګه د ګډون اجازه ورکړه."
د پاکستان یو شمېر خبري تلویزیونونو همداشان هغه ویډیو هم خپره کړې چې پکې جنرال راحیل شریف له خپلې کورنۍ سره یوځای په ځانګړې الوتکه کې سعودي عربستان ته د روانېدو په حال کې ښیي.
متقاعد جنرال راحیل شریف د پاکستاني پوځ مخکیني مشر و چې د تېر کال په نومبر کې یې درې کلنه دوره پوره شوه او پر ځای یې جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ مشر وټاکل شو.
د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د پوځي ائتلاف د مشرپه توګه د متقاعد جنرال راحیل شریف ټاکل هغه موضوع وه چې په دې وروستیو کې پرې پاکستان کې ډېر بحث روان و اد حکومت په ګډون پرې ددغه هېواد سیاسي ګوندونو بېلابېلې تبصرې کولې.
سعودي د ۲۰۱۵میلادي کال کې په ډسمبر کې د ترهګرۍ، په ځانګړې توګه د داعش وسله والې ډلې د ګواښ د مخنیوي لپاره د ۳۴ اسلامي هېوادونو پوځي ائتلاف د جوړولو اعلان وکړ چې اوسمهال ددغه پوځي ائتلاف د غړیو هېوادونو شمېر ۳۹ ته رسېږي.
که څه هم د ترهګرۍ ضد د اسلامي هېوادونو په دغه پوځي ائتلاف کې ګڼ شمېر اسلامي هېوادونه غړیتوب لري، خو د پاکستان ګاونډي هېواد ایران او د منځني ختیځ عراق او شام شیعه مسلکه هېوادونو ته په دغه پوځي ائتلاف کې برخه نه ده ورکړل شوې.
همدا لامل و چې تېره میاشت په پاکستان کې د ایران سفیر مهدي هنردوست د پاکستان له خوا د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د پوځي ایتلاف د مشر په توګه متقاعد جنرال راحیل شریف ته پر اجازې ورکولو اندېښنه ښودلې وه.
خو پاکستانیو چارواکو د ایران د سفیر د اندېښنو په غبرګون کې ټینګار کړی و چې دا پوځي ائتلاف د کوم ځانګړي هېواد یا مسلک پرضد نه، بلکې د ترهګرۍ پر ضد جوړ شوی دی.
راپور: ذبیح مومند