د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

وسله وال مخالفین څنګه د افغان پوځ تر مرکزونو رسېږي؟


د افغانستان دفاع وزارت وایي، وسله والو مخالفینو په بلخ کې د شاهین په قول اردو کې نننۍ حمله د پوځي یونیفورم او موټرو په کارولو کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل د دې حملې په نتیجه کې ځینو افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو سرتېري توانېدلي چې د حمله کوونکو د ډېرې ورانکارۍ مخه ونیسي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي حمله کوونکي د دوو پوځي موټرو په کارولو شاهین قول اردو ته ځانونه رسولي و.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل افغان سرتېرو د وسله والو یو موټر قول اردو ته تر ننوتو مخکې هدف وګرځاوه خو یو موټر یې قول اردو ته په ننوتلو سره مخالفین پیاده کړل او حملې یې وکړې.

دولت وزیري.
دولت وزیري.


نوموړي زیاته کړه:
"دوی [وسله وال حمله کوونکي] په رنجر موټر کې و پوځي یونیفورم یې په تن و، قراول ته په رسېدو یې د راکټ فیر کړی دی، یو موټر یې زموږ د سرتېرو له خوا ویشتل شوی او ځای پر ځای سوځېدلی دی، خو یو بل موټر په سرعت قول اردو ته ننوتلی او جومات ته یې ځان رسولی، کوم کسان چې په لمونځ ولاړ و په هغوی یې حمله یې کړې ده."

وسله والو طالبانو په بلخ کې په شاهین ۲۰۹ قول اردو باندې د حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې ګڼ لوړرتبه افغان پوځیان یې وژلي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند بیا د وژل شویو منسوبینو د هویت په اړه څه نه وايي او ټینګار کوي چې په وضعیت باندې تر بشپړې برلاسې وروسته به له رسنیو سره جزئیات شریک کړي.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې وسله وال مخالفین څنګه د افغان پوځ مرکزونو ته رسیږي او په حملو بریالي کیږي؟

د پوځي چارو کارپوه اجمل سایس ازادي راډیو ته وویل په پوځي اډو کې د استخباراتي ارګانونو کمزورتیا او نفوذي کسان د مخالفینو د حملو لپاره زمینې برابروي:

"په پوځي اډو کې په محلي کچه د ګارنېزیون د قوماندانانو کمزورتیا او د استخباراتي څانګو کمزورتیا د دې لامل کېږي چې مخالفین په مسلح ډول دې قرارګاو ته ننوځي، یا هم دا چې په داخل کې داسې کسان موجود دي چې له دغو مخالفینو سره مرسته کوي."

ښاغلی سایس وایي، افغان امنیتي ادارې باید په پوځي اډو د مخالفینو د حملو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي.

د اجمل سایس وړاندیز دا دی چې پوځي اډو ته د ټولو ورتلونکو کسانو هویت دقیق وڅېړل شي او همداراز د اډو شاوخوا سیمې په بریښنايي مزو وپوښلې شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان پوځیانو یو لوی مرکز په نښه کېږي بلکې له دې مخکې هم په ګڼو سیمو کې د پوځیانو مرکزونه تر برېد لاندې نیول شوي او افغان پوځیانو ته مرګژوبلې اوښتې دي.

راپور:صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG