د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

د شمالي کوریا اټمي پروګرام په اړه اندېښنې زیاتې شوي


د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په اړه د نړيوالو اندېښنې یووار بیا، زیاتې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن تېره میاشت وویل، د شمالي کوریا پرضد پوځي اقدام، د امکان په توګه په نظر کې دی.

د کوریا په شبه جزیره یا ټاپووزمه کې جیوپولیټیکې لانجې هر کال، د څړمني له را رسېدو سره زیاتېږي.

خو په وروستیو څو اونیو کې دا لانجه د پخوا په پرتله لا پېچلې شوې ده.

سږکال له نورو وختونو سره دا توپیر لري چې لوبې ته نوی لوبغاړی، ډونالد ټرمپ ور ګډ شوی دی.

امریکا او جنوبي کوریا هرکال، په څړمني کې ګډ پوځي تمرینونه کوي چې شمالي کوریا یې غندي او د سیمې د اشغال لپاره مقدمه یې ګڼي.

خو سږکال له دواړو خواوو عکس العملونه او ګواښونه له نورو کلونو سره توپير لري.

شمالي کوریا ادعا کوي چې له ځانه د دفاع لپاره اټمي وسلو ته اړتیا لري او څارونکي تائیدوي چې هغه هېواد د داسې وسلو جوړولو ته نېږدې شوی چې اټمي سرګلولې لېږدولائ او حتی د امریکا خاوره ويشتلائ شي.

ریکس ټیلرسن.
ریکس ټیلرسن.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن تېره میاشت وویل، د شمالي کوریا پرضد د بندیزونو اعلانونه ونه توانېدل چې هغه هېواد د اټمي وسلو له جوړولو منع کړي نو له دې امله يې پوځي اقدام پر مېز ساتلی دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال، مایک پېنس څو ورځې مخکې له جاپاني چارواکو سره په کتنه کې وویل چې پرشمالي کوریا زیاتو فشارونوته اړتیا ده.

مایک پنس.
مایک پنس.

مایک پېنس:

"زموږ له لوري فشارونو ته اړتیا ده، د امریکا په باور، وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه د شمالي کوریا پر ضد له ډیپلوماټیکو او اقتصادي فشارونو کار واخلي او شمالي کوریا منع کړي، موږ به ترهغو چې د کور يا ټاپو وزمه له اټمي وسلو پاکه شي، کرار نه کېنو او مدارا هم نه کوو."

شمالي کوریا په تېره یوه میاشت کې دوې راکټي ازموینې وکړې.

داسې انګېرل کېږي چې بله شپږمه اټمي ازموینه به هم وکړي.

خو د یو شمېرڅارونکو په باور، د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ کارونه په زیاتو مواردو کې د وړاندوینې وړنه دي چې پرسوریه او افغانستان د امریکا د پوځ وروستۍ حملې یې ښايي ښه بېلګې وي.

څارونکي داسې انګېري چې دا حملې ښايي شمالي کوریاته هم پېغام لري.

په واشنګټن کې د ستراتېژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ مشر مارک فیتزپاتریک وايي، قدرت ته د ټرمپ رسېدو، لانجې ته نوی اړخ ورکړی او شمالي کوریا ته د هغه وروستیو ګواښونو د ټولو په ذهن کې دا سوال پېدا کړی چې د امریکا راتلونکی ګام به څه وي.

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د لانجې له ژورېدو سره سم، د روسیې یو شمېر خبري رسنۍ وايي چې د هغه هېواد پوځ له شمالي کوریا سره خپلو پولو ته درنې وسلې او پوځي مهمات لېږدولي دي.

د کرملېن ویاند دېمېتري پېسکوف نن وویل چې روسیې په خپله خاوره کې له یوه ځايه بل ته د وسلو او پوځي مهماتو لېږد-رالېږد له چا سره تړاو نه لري، خو د روسیې مطبوعاتو د سیمې د خلکو په حواله ویلي چې پوځي کاروانونه په رېل ګاډي کې د شمالي کوریا پولو ته نېږدې سیموته تېرېږي.

د روسیې د خبروفسک ښار یوه اوسيدونکي خبري رسنیو ته ویلي چې لږترلږه درې رېل ګاډي د دوی له ښاره تېر شوي دي.

خو د روسیې پوځي چارواکي ادعا کوي چې دا د دوی د عادي، پوځي تمرینونو یوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG