د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د پاریس تېرې شپې حمله کې یو پولیس وژل شوی دوه ټپیان دي


د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د تېرې شپې حمله اسلامي دولت ډلې یا داعش کړې ده.

په فرانسه کې تر انتخاباتو دوه ورځې مخکې په پلازمېنه پاریس کې یوه وسله وال کس پر خلکو ډزې وکړې.

د تېرې شپې د یادې حملې په نتیجه کې چې اسلامي دولت ډلې یا داعش یې مسؤلیت په غاړه اخیستی د پاریس د اتمې ناحیه په «شامپ ایلیسي» ګڼ میشتي واټ کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د پېښې یوه عیني شاهد چیلاګ د هغه څه په اړه چې لیدلي یې دي رویټرز خبري اژانس ته وویل:

فرانسه کې تر برید وروسته د پېښې ځای کې امنیتي تدابیر.
فرانسه کې تر برید وروسته د پېښې ځای کې امنیتي تدابیر.

"زه په پیاده رو کې روان وم، یو نقره یي موټر راغی، یو زوړ اوډي موټر و، هلته د پولیسو د موټر تر شاه ودرید، یو کس له همدې موټر ښکته شو چې کلاشینکوف ورسره و، وروسته مې د شپږو ډزو غږونه واورېدل، ټول هرې خوا ته په منډه و، هر څه مو چې کتل څوک نه و، حمله کوونکی د موټر تر شاه پټ و ا و په پولیسو یې ډزې کولې."

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې حمله کوونکی بېرته د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

اخوا د پاریس څارنوالانو ویلي د دې لپاره چې تحقیقات روان دي د حمله کوونکي د هویت په اړه څه نه وايي خو وايي چې حمله کوونکی پیژندل شوی دی.

تېره شپه وروسته له هغه په پاریس کې دا حمله وشوه چې په دغه ښار او د فرانسې په نورو سیمو کې تر وروستیو ناکراریو وروسته شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د فرانسې جمهور رییس فرانسوا اولاند تېره شپه ناوخته وویل چې دا یوه تروریستي حمله وه او د تحقیقاتو په نتیجه کې به همدا خبره ثابته هم شي.

د فرانسې ولسمشر.
د فرانسې ولسمشر.

نوموړي زیاته کړه:

"ډاډه یم چې تحقیقات به دا په ډاګه کړي چې دا په حقیقت کې یوه تروریستي حمله وه."

ښاغلي اولاند وویل د انتخاباتو په درشل کې دا حمله خورا حساسه ده.

د فرانسې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ځینو کاندیدانو خپل کمپاینونه درولي او یوه ان د انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه هم کړې ده.

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس هم د پاریس د شامپ ایلیسي واټ حمله غندلې ده.

ډونالد ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې په واشنګتن کې وویل چې داسې ښکاري چې یوه بله ترویستي حمله شوې او باید په وړاندې یې قوي ودرېږو.

د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې په وروستیو دریو کلونو کې خونړۍ حملې شوي چې تر ټولو لویه حمله د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت د پاریس د سنټ دینس د سیمې حمله وه چې ۱۳۰ کسان پکې ووژل شول او څه باندې ۳۶۰ تنه نور ژوبل شول.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG