د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

ارشد: حکمتیار به ډېر ژر ننګرهار او یا هم لغمان کې راڅرګند شي


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي اعلان کړی چې د دغه حزب مشر به راتلونکې اوونۍ د افغانستان د دولت لخوا د یاد حزب د بندیانو د لومړۍ ډلې له خوشې کېدو وروسته په لغمان او یا هم ننګرهار ولایت کې ښکاره شي.

د دغه حزب يو تن ویاند حشمت الله ارشد وايي، احتمال شته چې ښاغلی حکمتیار له دغو دوو ولایتونو څخه په يوه کې وینا هم وکړي چې وروسته به کابل ته راشي.

حشمت الله ارشد.
حشمت الله ارشد.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ډاډه یو چې په را روانه اوونۍ کې به د حزب اسلامي د سیاسي بندیانو له خوشې کېدو سره به مجاهد ورور حکمتیار صاحب په لغمان او یا هم ننګرهار ولایت کې را څرګند شي او وروسته به کابل ته د هغه د راتګ لپاره تیارۍ وشي چې هغه کابل ته راشي."

ښاغلی ارشد وايي، حکمتیار به کابل ته له راتګه وروسته د کابل په د ارالامان سیمه کې ژوند وکړي.

د افغانستان د حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیکه نېږدې اووه میاشتې کېږي، خو د حزب اسلامي د ویندویانو په وینا د هوکړې د ټولو موادو نه عملي کېدو کابل ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ د ځنډ لامل شوی.

د حزب اسلامي ویندویانو ویلي، په حاضر وخت کې د سولې د هوکړې د عملي کولو د کمېسیون لخوا د حمکتیار د ظاهرېدو لومړني کارونه د بشپړېدو په حال کې دي.

له دې وړاندې د ښاغلي حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو د سازمان د بندیزونو لېست څخه پاک شو او همدارنګه د حکومت له زندانونو څخه د دغه حزب د بندیانو خوشې کېدل د حکمتیار د ظاهرېدو لپاره د دغه حزب يوه غوښتنه بلل کېږي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له دې مخکې اعلان کړی و چې ډېر ژر به د دغه حزب د بندییانو لومړۍ ډله ازاد شي، خو حزب اسلامي وايي چې د دغو بندیانو د خوشې کېدو لپاره چارې په چټکۍ سره روانې دي.

په تېرو اوو میاشتو کې کابل ته د حکمتیار نه راتګ او د هوکړې د موادو نه عملي کېدل د يو شمېر سناتورانو نېوکې هم راپارولي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان دولت او حزب اسلامي دواړه باید د سولې د شوې هوکړې د موادو د عملي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

ښاغلی صدیقي وايي، ښاغلی حکمتیار باید ډېر ژر کابل ته راشي، ځکه د ده په باور کابل ته د حکمتیار راتګ د جنګ په ډګرونو کې د وسله والو مخالفینو په روحیاتو منفي اغېز لرلای شي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه موضوع ته باید د پای ټکی کېښودل شي څو څومره چې ژر ممکن وي ښاغلی حکمتیار کابل ته راشي، کوم کسان چې د حزب اسلامي پلویان دي د حزب د مشر راتګ ته په تمه دي او د نوموړي راتګ پر جنګ تاثیر لري او وسله والو مخالفینو روحیه کمزورې کوي او دا د افغانستان په ګټه ده."

له دې وړاندې افغان چارواکو هم په دې اړه هیله څرګنده کړې او ویلي و چې کابل ته د حکمتیار راتګ د افغان دولت نورو وسله والو مخالفینو ته يوه ښه پيغام لرلی شي او همدارنګه حزب اسلامي هم له نورو وسله والو مخالفینو غوښتي و چې د سولې له بهیر سره يوځای شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال ازادي راډیو ته ویلي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفین د جنګ له لارې هېڅ کله هم بریا ته نشي رسېدای او د ده په باور طالبان او نورې وسله ډلې هم باید د حزب اسلامي په شان د افغانستان د سولې له بهیر سره يوځای شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG