د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

خوستي ځوانان: مشال د فکر او روښنايی مشال وو


د جمعې په شپه «تېره شپه» یو شمېر خوستیو ځوانانو د مشال خان په یاد شمعې بلې کړې او د هغه روح ته يې دعاګانې وکړې.

دوی په خپلو خبرو کې مشال خان د پښتنو د فکر او روښنايي مشال باله او زیاتوله يې چې په دې دردونکې پيښه ټولو پښتنو ځوانانو فکري او رواني زجر او تکلیف لیدلی دی.

خوستیو ځوانانو له حکومتونو دا هم وغوښتل چې په پښتنو سیمو کې دې علمي او اکاډمیک مرکزونه د افراطیت او تشدد له فکره لیرې وساتل شي او هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې د مشال خان په وژنه کې شریکان وو.

ویناوالو په یو علمي او اکاډمیک مرکز کې په دې ډول د یو پښتون محصل وژنه یوه جوړه شوې دسیسه وبلله او د څېړنې غوښتنه يې وکړه.

د یاد پروګرام ګډونوال مدني فعال فریدالله قربان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"که په لره پښتونخوا کې دي او که په بره پښتوخوا کې دي، پوهنتونونه دې د علمي او اکاډمیکو مرکزونو په توګه پاتې شي، په هغه کې دې د افراطیت لپاره کارنه کېږي، نو مشال خان یوازې د یوې کورنۍ کس نه وو، هغه د ټولو پښتنو وو، ځکه هغه د انسان لپاره مبارزه کوله، نو له همدې کبله پښتانه يې په مړینه خفه دي او دا پېښه غندي."

فریدالله قربان زیاتوي، د مشال خان پر وړاندې چې کوم ظلم او تشدد شوی، د هر ځوان روح او روان يې ځپلی او خفه کړی دی.

مدني فعال حضرت الله ارغوان مشال خان د پښتنو لپاره د فکر او روښنايي مشال بولي:

"اصلاً د مشال خان نوم له دوو کلیمو ترکیب دی، یو مشال او بل خان، په نوره نړۍ کې پښتون په خان پېژندل کیږي، مشال بلیدونکی د رڼا او تنویر یو څيز وو، اصلاً دا فزیکي مشال نه دی بلکې دا د فکر مشال دی، یو د روښنايي مشال دی."

ازاد ژورنالېست سیف الله خوستی غوښتنه کوي چې حکومتونه باید په نویو تدابیرو سره د داسو منفي فکرونو او کړنو د تکرار مخه ونیسي.

سیف الله خوستی وايي:

سیف خوستی.
سیف خوستی.

"د پښتنو یو ضعیف ټکی دادی چې هغوی د مخالف فکر د لیدلو د زغم توان نه لري، زه فکر کوم چې دا یوه پلان شوې پېښه ده، زه د یو انسان په توګه له حکومتونو دا غواړم چې دا پېښه وڅيړي، هغه خلک چې په دې جرم ککړ دي، هغه وپېېژندل شي او په راتلونکې کې د خشونت داسې منفي فکر تکرار نشي."

یو بل تن خوستي ځوان سید مرجان هڅاند هم د مشال په یاد د جوړ شوي ماښامي کې د ګډون تاثرات داسې وړاندې کړل:

"موږ ملګري د دې لپاره راټول شو چې مشال زموږ یو ورور وو، زموږ د کورنۍ یو غړی وو، سبا ته له نورو روڼ اندو سره، زموږ د کورنۍ له غړو سره او حتی موږ سره داسې کېدلای شي، دا ظلم یوازې مشال خان سره نه دی، بلکې ټول پښتون قوم سره ظلم دی، هر څوک چې د دې قوم د اینده لپاره فکر کوي، په داسې ظلم ووژل شي."

۲۵ کلن مشال خان چې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې يې زده کړې کولې، اته ورځې وړاندې د اپریل په ۱۳ مه یو شمېر فهرجنو محصلانو د یاد پوهنتون دننه مذهب ته د سپکاوي په تور په وهلو، ډبولو وواژه.

د سیمې د نورو ګڼو شخصیتونو او بنسټونو تر څنګ د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف او د پاکستان جماعت علماء اسلام مشر مولانان سیمع الحق هم د مشال خان وژنه غندلې ده.

مولانان سیمع الحق ویلي، د اسلام په نامه د یو چا وژل په اصل کې د اسلام بدنامول دي او هېڅوک نشي کولای د تور پر بنسټ څوک ووژني.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG