د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

د زابل چارواکي: شهر صفا کې د طالبانو پر غونډې هوايي حمله شوې


د زابل چارواکي وايي، افغان هوايي ځواکونو د ولایت د امنیتي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ تېره شپه د زابل د شهر صفا ولسوالۍ پر هغه ځای بمباري کړې چې د طالبانو ځايي مشران په‌کې راټول شوي وو.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل، په دې هوايي برید کې د طالبانو درې تنه چې دوه‌یې قوماندانان دي وژل شوي دي.

ښاغلی سیال وايي:

"تېره شپه د شهر صفا ولسوالۍ د اسحاقزي مانده سیمه کې د وسله‌والو مخالفینو یوه غونډه وه، د ولایت کشفي ارګانونه له دې غونډې خبر وو، نو افغان هوايي ځواکونو ته‌یې اطلاع ورکړه، افغان هوايي ځواکونو په سیمه کې د همدې معلوماتو پر بنسټ برید وکړ چې په‌کې د وسله‌والو طالبانو د دوو سرګروپانو په‌شمول درې تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي."

د زابل د والي ویاند زیاته کړه چې وروسته د لویې لارې پولیسو هغه سراچه موټر او ورسره دوه کسان هم ونیول چې په برید کې د وژل شویو طالب مشرانو مړي یې انتقالول.

ګل اسلام سیال د دې وژل شویو ځايي طالب مشرانو د هویت په اړه څه ونه‌ویل.

شهر صفا د زابل ولایت یوه له نسبتاً امنو ولسوالیو څخه ده خو ویل کېږي چې په دې وروستیو کې په‌کې د وسله‌والو طالبانو فعالیتونه زیات شوي دي.

زابل چې لس ولسوالۍ لري د خاک افغان ولسوالي یې په بشپړه توګه د وسله‌والو په ولکه کې ده.

پر دې سربېره ویل کېږي چې په دای چوپان، شملزو او نوبهار په‌شمول په ځینو نورو ولسوالیو کې هم طالبان او د حکومت نورې مخالفې وسله‌والې ډلې حضور لري.

همدارنګه په زابل کې د داعش او بهرنیو وسله‌والو د موجودیت په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

د ښاغلي سیال په وینا په دې سیمه کې د وسله‌والو د له‌منځه وړلو لپاره وخت ناوخت هوايي بریدونه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG