د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

ولسي جرګه: د تورېزم چارو کې وزارت تشکیلاتي تورم دی


د ولسي جرګې د فرهنګي چارو کمېسیون د تورېزم په چارو کې د دولت وزیر د بست رامنځته کول تشکیلاتي تورم یاد کړ او زیاته‌یې کړه چې د دې کار نتایج به منفي وي.

یاد کمېسیون د نویو ادارو د رامنځته کولو په وړاندې د غبرګون په ترڅ کې، پر دې ټینګار وکړ چې دا کار د کارونو په غوره تر سره کولو کې مرسته نه‌کوي، بلکې ستونزې رامنځته کوي.

د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي کمېسیون غړې صیفوره نیازۍ د پنجشنبۍ په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تشکیلاتي تورم په حکومت کې ستونزې ډېروي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا کار د تشکیلاتي تورم د رامنځته کېدو سبب کېږي، دا کار د قانون او د خلکو د نظر خلاف کار دی، له هېڅ یوې زاویې څخه دا حرکت مناسب نه‌دی او دا کار خپله په دندو کې مداخله ده او لاسته راوړنه‌یې هم منفي ده."

په ورته وخت کې، د یادي جرګې یوې بلې غړې هیلۍ ارشاد د تورېزم په چارو کې د دولت وزارت بست رامنځته کول یوه موازي اداره یاده کړه او زیاته‌یې کړه چې دا کار بغیر د تشکیلاتي تورم او د اضافي لګښت پرته بل څه نه‌دي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو کلونو را په دې‌خوا د تورېزم په نوم یو معینیت د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې، فعالیت کوي.

دا لمړی ځل نه‌دی چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه نوي وزارت په رامنځته کولو سره غلام نبي فراهي د تورېزم په چارو کې، د دولت وزیر مقرر کړی بلکې له دې وړاندې هم د ولسمشر غني د فرمان پر اساس د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح په امنیتي سکټور کې د دولت وزیر او ویس برمک طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر ټاکل شوی.

صالح محمد صالح: د ولسمشر نوی فرمان، په امنیتي چارو کې مداخله ده

ولسمشرۍ ماڼې وایي چې د حکومت له لوري دا پست د اړتیا له مخې رامنځته شوی.

ارګ: د ګرځندوی چارو وزارت د اړتیا پر اساس رامنځ ته شوی

دواخان مینه پال.
دواخان مینه پال.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د پنجشنبي په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"ټول بستونه چې رامنځته کېږي دا یوه اړتیا وي، دا چې افغانستان یو تورېستي او د سېلانیانو لپاره یو مساعد ځای دی، نو موږ غواړو چې د دغه وزارت له لارې د تورېزم او سیلانیانو په برخه کې د سیمې او نړۍ په کچه کار وکړو له نړۍ سره د تورېزم په برخه کې اړیکې ولرو او دا اړېکې د دغې ادارې په مرسته ټینګېږي"

ښاغلی مینه‌پال وایي چې د دغه وزارت په رامنځته کولو سره به د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې، د تورېزم معینیت له‌منځه ولاړ شي.

په ورته وخت کې، د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې د تورېزم په چارو کې د دولت وزارت بست رامنځته کول په هېواد کې د سیلانیانۍ د صنعت په پیاوړي کولو کې، ګټور یاد کړ.

یو شمېر افغان کارپوهان په دي نظر دي چې افغانستان د سیاحتي او سیلاني سیمو په لرلو سره د کورنیو او نړیوالو سیلانیانو لپاره یو مناسب ځای دی او په خبره‌يې، اوس‌مهال د امنیتي ستونزو له کبله دغه سیاحتي سیمې د له‌منځه تللو په حال کې دي.

د دغو کارپوهانو له ډلې څخه عزیز الله نهفته پر دې ټینګار کوي چې افغانستان اوس هم په یو شمېر امنو سیمو کې سیاحتي او د لیدلو وړ ځایونه لري او دغو سیمو ته پاملرنه اړینه ده.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG