د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

سالوېن: د ننګرهار اچین کې لاهم د داعش ځپلو عملیات روان دي


افغان او امریکايي چارواکي وايي، د اچین هغې سیمې ته نېږدې چې په دې وروستیو کې په‌کې د داعش پر سمڅو دروند بم غورځول شوی لا هم د داعش له وسله‌والو سره جګړه روانه ده.

یوه اوونۍ مخکې امریکايي ځواکونو د اچین په مامند دره کې د داعش پر سمڅو تر ټولو دروند بم وغورځاوه تر دې وروسته په سیمه کې د دومره لوی بم د غورځولو د پرېکړې په اړه پوښتنې راپیدا شوي او د افغانستان د ولسي جرګې په‌شمول ځیني سیاسي فعالان غواړي څو سیمه له نېږدې وګوري او ډاډمنه کړي چې په دې برید کې خو به د سیمې عامو خلکو ته کوم زیان نه‌وي رسېدلی.

د افغانستان د ولسي جرګې یو هیئت هم غواړي چې سیمې ته ولاړ شي او له نېږدې ډاډمنه کړي چې په اچین کې د بمونو د مور غورځولو څه کړي دي؟

د دې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل د دوی یو هیئت به د حکومتي چارواکو سره په تفاهم سیمې ته ولاړ شي څو د دې درانه بم اغېزې وګوري او په ځانګړې توګه ډاډمنه کړي چې ولسي خلکو ته خو به‌یې کوم خطر نه‌وي پېښ کړی.

د ننګرهار اچین کې د داعش پر مرکز تر ټولو لوی بم غورځولو عکس.
د ننګرهار اچین کې د داعش پر مرکز تر ټولو لوی بم غورځولو عکس.

ښاغلي احمدزي وویل، دوی د امنیتي ادارو په تمه دي چې سیمې ته د هیئت د سفر زمینه برابره کړي.

روېټرز خبري اژانس وايي، افغان چارواکي په دې بمي برید کې د داعش وسله‌والو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا کوي او وايي چې په‌کې ولسي خلکو ته زیان نه‌دی اوښتی، خو هغې سیمې ته چې بم په‌کې غورځول شوی لا هم د ورتلو اجازه نه‌ورکول کېږي څو په خپلواکه توګه دا معلومات تائید شي.

روېټرز د امریکا پوځ ویاند ویلیم سالوېن له خولې وايي، هغه امریکايي ځواکونه چې د افغان ځواکونو سره یوځای عملیات کوي او سیمې ته د دې بمي برید په سبا تللي وو اوس له سیمې وتلي خو لا هم په دې سرحدي سیمه کې عملیاتو ته دوام ورکوي.

ویلیم سالوېن روېټرز خبري اژانس ته ویلي، دې سیمې ته په ورتلو محدویت ځکه لګېدلی چې دا د جګړې سیمه ده او موږ اوس هم په‌کې په عملیاتو بوخت یو.

سالوېن ویلي، امریکايي پوځ تر ډېره اټکل کوي چې د دې درانه بم په غورځولو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

خو روېټرز خبري اژانس د یو افغان امنیتي چارواکي له خولې چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی وايي، «موږ په تیاره کې ساتل شوي یو او لا هم سیمې ته نه‌یو تللي.»

نوموړی وايي، موږ نه‌پوهېږو چې په سیمه کې د دې درانه بم غورځولو څه کړي؟

د دې خبري اژانس په راپور کې، د ولسمشر غني سره په غونډه کې یو شمېر افغان وزیرانو د هغو اندېښنو یادونه هم شوې چې وايي، د امریکايي ځواکونو له‌خوا د دې برید د نتایجو په اړه د معلوماتو له کمي د داعش ډله ناوړه استفاده کوي.

روېټرز په خپل راپور کې د داعش ډلې د سیمه‌ییزې راډیو خپرونو ته اشاره کوي چې وايي، په دې بمي برید کې دوی ته هېڅ مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

په ختیځه سیمه کې د ۲۰۱ سېلاب قل اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن شیرین اقا فقیري ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې لا هم د افغان او امریکايي ځواکونو ګډ عملیات روان دي او دوی له داعش څخه په پاکو شویو سیمو کې پوځي بېزونه جوړوي.

ښاغلي فقیري ازادي راډیو ته وویل:

"دا مهال د کوټ په ولسوالۍ کې زموږ شریک بېز جوړ شوی دی، قطعات په‌کې ځای پر ځای دي، په اچین کې هم په یوه ډېره مهمه نقطه کې د وړمې ورځې راهیسې د بېز په جوړولو کار پیل شوی دی، دغلته به له ښو تجهیزاتو سره سرحدي پولیس او د اردو څلورمه لوا ځای پر ځای شي."

په ورته وخت کې د امریکايي ځواکونو ویاند ویلیم سالوېن د افغانستان د دفاع وزارت د هغو شمېرو په اړه تبصره ونه‌کړه چې وايي په دې بمي برید کې سل تنه د داعش وسله‌وال وژل شوي.

نوموړي وویل د دوی څېړنې لا هم دوام لري، خو زیاته‌یې کړه برید ډېرې سمڅې ویجاړې کړې دي.

نوموړي وویل امریکايي ځواکونه به د داعش د هغو سمڅو بمبارۍ ته دوام ورکړي چې لا ویجاړې شوې نه‌دي.

XS
SM
MD
LG