د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د پاکستان پوځ ۳۰ تنه اعداموي


د پاکستان لوی درستیز د ۳۰ کسانو د اعدام حکم تائید کړ.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې د چهارشنبې په ورځ وویل، دغو یاغیانو ترورېستي فعالیت کړی دی.

تر اوسه د دې ۳۰ کسانو د اعدام د حکم د پلي کېدو دقیقه نېټه معلومه نه‎ده خو تر دې مخکې چې کله داسې پرېکړه شوې ده له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې عملي شوې ده.

فرانس پرېس اژانس وایي، په دې ډله کې هغه یاغیان شامل دي چې پېښور کې یې پر پوځي ښوونځي په برید کې لاس درلود.

د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې پر پوځي ښوونځي د وسله‎والو په حمله کې ۱۵۰ کسان ووژل چې اکثره‌یې زده‎کوونکي وو.

تر دې حملې وروسته پاکستان کې پوځي محکمې جوړې شوې.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې د دغو ۳۰ تنو هویت نه‎دی معلوم شوی.

دوی په پوځي محکمه کې محاکمه شوي.

د دوی حکم دوه اوونۍ وروسته تر دې د پوځ مشر تائید کړ چې په پاکستان کې د پوځي محکمو موده د دوو نورو کلونو لپاره وغځول شوه.

د خېبرپښتونخوا د قانون‎پوهانو یو غړی لطیف اپریدی وایي، د دې سربېره چې په پوځي محکمو کې بشري حقونو ته درناوی نه‌کېږي، خو د ترورېزم د ځپلو لپاره په کار ده چې داسې جدي هڅې وشي.

د خېبرپښتونخوا د قانون‎پوهانو یو غړی لطیف اپریدي
د خېبرپښتونخوا د قانون‎پوهانو یو غړی لطیف اپریدي

ښاغلي اپریدي زیاته کړه:

"په پوځي محکمو کې بشري حقونه نه‌مراعاتېږي او د هغوی پرېکړې له نړیوالو اصولو سره سمې نه‎وي خو بل لور ته ترورېزم په یوه ناورین اوښتی چې د هغه د له‎منځه وړلو لپاره بله لاره نه‌شته."

د پاکستان پوځ پوځي محکمې د ترهګرو د دوسیو د ژر څېړلو لپاره ګټورې بولي خو مدني فعالان له دې محکمو سره مخالفت کوي او وایي چې پوځ په دې ډول غواړي چې د پاکستان په چارو کې خپل واک نور هم زیات کړي.

XS
SM
MD
LG