د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

"په افغانستان کې انجنیرانې ښځې تاریخ بیارغوي"


هغه افغان انجنیرانې مېرمنې چې دا مهاله د دارالامان ماڼۍ بېرته رغولو چارې مخته وړي.
هغه افغان انجنیرانې مېرمنې چې دا مهاله د دارالامان ماڼۍ بېرته رغولو چارې مخته وړي.

"په افغانستان کې انجنیرانې ښځې تاریخ بیارغوي"دا د جګړې او سولې انسټیټیوټ د هغې مقالې سرلیک دی چې په افغانستان کې د دارالامان ماڼۍ په بیارغونه کې د ښځو انجنیرانو پر رول او فعالیت تمرکز لري.

په مقاله کې راغلي، دارالامان ماڼۍ چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پرمهال ویجاړه شوه، بېارغولې کېږې او شپاړس میلیونه ډالر ورته ځانګړي شوي.

دا هغه ماڼۍ ده چې په وروستیو دریو لسیزو کې نړیوالو ته د افغانستان د جنګ ځپلې څېړې سمبول و، د ځوانو افغانانو په مټو بېارغول کېږي.

د جګړې او سولې انسټیټیوټ لیکلي چې د دارالامان ماڼۍ په بیارغونه کې ۲۷ ځوانې انجنیرانې کار کوي.

دا څرګندوي چې په افغانستان کې که څه هم انجنیري د نارینه وو کاربلل کېږي، ښځې ښه کار کولائ شي.

د جګړې او سولې انسټیټیوټ د انجنیرې معصومه دلجان په حواله چې د دې ماڼۍ د بېارغونې په کار کې ونډه لري، لیکلي: "د دې ماڼۍ په بیارغولو کې کار زموږ اعتماد زیاتوي اود دې ښه بېلګه ده چې ښځې څه کولائ شي."

معصومه دلجان ویلي چې د دارالامان ماڼۍ په بیارغونه کې کار یې د ژوند تر ټولوښه خاطره ده.

نیویارک ټایمز:

خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې دافغانو ښځو پر ټولنیزو ستونزو یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې په ځانګړي ډول، پر هغو ستونزو چې په افغانستان کې طلاق شوې ښځې ورسره مخامخ دي، مقاله خپروه کړې ده.

په دې مقاله کې د زیاتو هغو ښځو خبرې راخیستل شوي چې طلاق شوي، کوچنیان لري او کار کوي.

په مقاله کې راغلي چې داښځې د خپل اولاد د هویت د تثبیت لپاره د نارینه تائید ته اړتیا لري، په ټولنه کې تبعیض ورسره کېږي او حتی د کور کرایه کولو په څېر اسان کار په سختۍ کولائ شي.

نیویارک ټايمز لیکلي چې په افغانستان کې داسې دقیق ارقام نشته چې څومره ښځې طلاق شوې خو یوه حکومتي چارواکي ورځپاڼې ته ویلي چې ښايي په تېره یوه لسیزه کې د هغو شمېر پنځه برابره زیات شوی چې په محاکمو کې د طلاق عرض کوي.

نیویارک ټایمز په هرات کې د "مډیکا افغانستان" ادارې چې په حقوقي مسایلو کې له ښځو سره مرسته کوي، ویلي چې تېرکال یې یوازې په هرات کې له ۲۱۵ ښځو سره مرسته کړې چې طلاق واخلي.

په کابل کې د کورنۍ محکمې یوې قاضي رحیمې رضايي نیویارک ټایمز ته ویلي:"موږ خوشحاله یو ځکه پخوا به ښځې پټه خوله ناستې وې خو اوس، هغوی پوهېږي چې څرنګه او چېرته د خپل حق دعوا وکړي."

XS
SM
MD
LG