د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

امریکا د روانې اپرېل میاشتې تر پایه ۳۰۰ سمندري ځواکونه هلمند ته استوي


د امریکا د سمندري قواوو ۳۰۰ عسکر هلمند ته روان دي.

د امریکا مرین ټایمز خپرونې ویلي، په هلمند کې د امریکا زیات سمندري عسکر ووژل او زخمیان شول.

دې ولایت ته روان سمندري عسکر به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې په هلمند کې د وسله‌والو طالبانو د فعالیت او حضور د پراختیا مخنیوی وکړي.

هلمند ته د روانو سمندري عسکرو دا مأموریت به نهه میاشتې وي.

دا به له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې، د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې د سمندري ځواکونو له مرکزه تر ټولو زیات عسکر وي چې افغانستان ته استول کېږي.

د اپرېل میاشتې په پای کې به ټول سمندري عسکر افغانستان ته رسېدلي او په هلمند کې به ځای پر ځای شوي وي.

دا عسکر به په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو عسکر او منصبداران روزي.

هغوی به همداراز د ۵۰۵ بست زون پولیسو ته هم روزنه ورکوي.

د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندانۍ ویلي چې هلمند ته تلونکي عسکر به پولیسو او عسکرو ته د درنو او لیرې نښې ویشتونکو وسلو د استعمال او د جګړې ډګر ته د کوچنیو پوځي ډلګیو د استولو د ستراتیژیکو او لوژېستکي اړخونو روزنه ورکړي.

خو د مرین ټایمز په وینا، هلمند د امریکايي ځواکونو لپاره خطرناکه سیمه ده.

د مارچ په میاشت کې یوه افغان عسکر درې امریکايي پوځیان وویشتل.

په فبرورۍ کې هم د امریکا د سپېشل فورس یو عسکر په سنګین ولسوالۍ کې سخت زخمي شو.

جنرال ډېوېډ پټریوس چې له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۱ میلادي کاله‌یې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشري کوله، مرين ټایمز ته ویلي چې هلمند ته د ۳۰۰ اضافي سمندري عسکرو او تجهیزاتو استول په هغه ولایت کې بدلون راوستلی شي.

په همدې حال کې، د هلمند والي وايي چې د ژمي میاشتې یې د خپلو امنیتي ځواکونو په روزنه تېرې کړې او له وسله‌والو طالبانو به هغه سیمې بېرته ونیسي چې په تېر یوه کال کې یې سقوط کړي دي.

د حیات‌الله حیات په وینا، د "خالد" په نوم د پوځي عملیاتو له پېل سره به هغه سیمې له وسله‌والو طالبانو بېرته ونیول شي چې په وروستي یوه کال کې يې نیولې دي.

د "نیو امریکا" څېړنیز مرکز غړي پیتربیرګن مرین ټایمز خپرونې ته ویلي چې افغانستان ته ۳۰۰ اضافه سمندري عسکر په د اسې حال کې استول کېږي چې د هغه هېواد امنیت تر هر بل وخت خراب شوی دی.

بیرګن خپرونې ته د امریکا د پوځ د یوې څېړنې پر اساس ویلي چې وسله‌وال طالبان د افغانستان د وګړو پر درېیمه برخه چې لس میلیونه کېږي، واکمني لري یا یې له افغان حکومت سره لاس په لاس کوي.

د هلمند والي حیات الله حیات.
د هلمند والي حیات الله حیات.

خو د هلمند والي حیات‌الله حیات له ازادي راډیو سره به خبرو کې پرته له دې چې هلمند ته د سمندري عسکرو پر ورتګ تبصره وکړي، وویل:

"هغه قوتونه چې له موږ سره شته، کوم ظرفیت چې موږ لرو، پر هغه اساس موږ خپل امنیتي پلان جوړ کړی او ولس ته ډاډ ورکوم چې سږ کال به د خپل عملیاتي پلان پر اساس، ډېر ځایونه له مخالفینو ونیسو، موږ تر اوسه، د دښمن هغه هجوم مات کړ چې پر لښکرګاه‌یې راوړی و او د سیمې د استخباراتو په مرسته‌یې غوښتل چې هلمند سقوط وکړي، موږ اوس په تهاجمي حالت کې یوو."

خو د هلمند ټولې ولسوالۍ تر یوې اندازې یا په بشپړ ډول د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې د هغه ولایت باغران، دېشو، نوزاد، موسی‌قلعه، خانشین، ناوه او سنګین په بشپړ ډول له وسله‌والو طالبانو سره دي خو د ګرشک، نادعلي، مارجې او واشیر ولسوالیو ځینې سیمې لاهم د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه یو شمېر حوزې هم وسله‌والو طالبانو نیولي یا د حکومت او هغوی تر منځ لاس په لاس کېږي.

په امریکا کې د جګړې مطالعاتو مرکز څیړونکې کاتلین فورېست مرین ټایمز خپرونې ته ویلي، د سنګین ولسوالۍ له نیولو سره، وسله‌والو طالبانو دا توان پېدا کړی چې پر نورو ستراتیژیکو سیمو لکه لښکرګاه، کندهار ښار او ترینکوټ حملې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG