د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

د مسعود څرګندونو په اړه د ولسي جرګې غبرګون: هېڅ‌څوک حکومت نه‌شي ګواښلی


د افغانستان ولسي جرګې د احمد ضیا مسعود د هغه ګواښ په اړه چې ګواکې د ده له ګوښه کېدو سره به کورنۍ جګړې او سیاسي بې‌ثباتي رامنځته شي غبرګون وښود.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د ولسمشر د ځانګړي استازي څوکۍ یوازې د سیاسي هوکړې له مخې رامنځته شوې وه.

د دې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون د چهارشنبې ورځې په عمومي ناسته کې له ښاغلي مسعوده وغوښتل چې حکومت او خلکو ته دې له ګواښه ډډه وکړي.

نوموړي وویل:

"زموږ غوښتنه له احمد ضیا مسعوده دا ده چې حکومت او خلکو ته دې ګواښ نه‌کوي او دا دې نه‌وايي چې نظام ړنګوم او ستونزې به جوړې کړم هېڅ‎څوک نه‎شي کولای چې دولت او یا حکومت ته ګواښ وکړي."

احمد ضیا مسعود
احمد ضیا مسعود

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په ورکولو سره د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې خپل ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود له دې کبله چې ګواکې په خپلو کارونو کې پاتې راغلی وو له دندې ګوښه کړ.

د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د غني ځانګړی استازی له دندې لیرې شو

د افغان حکومت اجرائیه ریاست بیا ویلي چې د ولسمشر غني د دغې پرېکړې په اړه‌یې له وړاندې معلومات نه‌درلودل او د رسنیو له لارې له دغې موضوع خبر شوی دی.

احمد ضیا مسعود د ولسمشر د پریکړې په غبرګون کې د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې ولسمشر په دغه اقدام سره د ده په خبره بې‌ثباتۍ او کورنیو جګړو ته زمینه برابروي.

نوموړي همداراز وویل چې د دغه پوسټ په اړه د کتبي هوکړې له مخې ولسمشر غني نه‎شي کولای چې دی له دندې لیرې کړي او باید په دې اړه خپل فرمان بېرته واخلي.

مسعود: ولسمشر غني زما په لیرې کېدو کورنۍ جګړې ته زمینه برابروي

خو د احمد ضیا مسعود د رسنیو برخې سلاکار اثار حکیمي وايي چې ښاغلي مسعود یوازې د احتمالي سیاسي بې‌ثباتۍ او د کورنیو جګړو د رامنځته کېدو له وېرې دا ډول څرګندونې کړې دي.

ښاغلی حکیمي وايي:

"بحث دا نه‌و چې موږ د شخړو او یا هغه څه چې کورنۍ جګړې عنوان شوي خبرې وکړو، هغه اندېښنه چې د ښاغلي مسعود له لوري مطرح شوه هغه دا وه چې د هېواد وضعیت ته په کتو دا ډول یو اړخیز اقدام او د واک انحصار ممکن بې‌ثباتۍ او خدای مه‌کړه کورنۍ جګړې رامنځته کړي."

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې له دندې د احمد ضیا مسعود لیرې کېدل نه‌شي کولای په هېواد کې سیاسي بې‌ثباتي رامنځته کړي.

سیاسي کارپوه برنا صالحي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه مسئله دومره د اندېښنې وړ نه‎ده.

برنا صالحی
برنا صالحی

ښاغلی صالحي زیاتوي:

"د احمد ضیا مسعود په تلو که څه هم داسې نه‌شي کېدای چې سیاسي بې‌ثباتي رامنځته شي خو له دې مسئلې د خلکو اخېستنه ممکن قومي او ایډیالوژیک وي او کېدای شي چې په منځ‎مهاله کې دغه مسئله د ملي یووالي له حکومته د خلکو او مجاهدینو د واټن نیولو او په ورته وخت کې د ولسمشر غني پر وړاندې د دریځ نیولو سبب وګرځي."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر نور کارپوهان بیا وايي، د دې احتمال نه‌کېږي چې خلک دې د احمد ضیا مسعود د ګوښه کېدو د پرېکړې په اړه د ولسمشر پر وړاندې اعتراض وکړي.

سیاسي کارپوه ناصر شفیق ازادي راډیو ته وویل چې اوسني وضعیت ته په کتو دا په کار ده چې حکومت د ښې حکومتوالۍ په هدف لا زیات اقدامات ترسره کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG