د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

د سولې کرکټ لیګ سیالۍ کې وزیرزي لوبډلې پامیر ته ماته ورکړه


د سولې په نامه د کرکټ لیګ په پنځمه سیالۍ کې وزیرزي لوبډلې پامیر لوبډلې ته ماته ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، وزیرزي لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې پامیر لوبډلې ته ۱۱۰ منډې هدف وټاکه، خو پامیر یاد هدف پوره نه‌شو کړای او سیالي يې خپلې سیالې لوبډلې ته د پنځه منډو په توپیر وبایلله.

د سولې کرکټ لیګ سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په ۱۷مه نېټه د کابل د الکوزي په نړیوال لوبغالي کې پیل شوې چې ۵ ورځې به دوام وکړي.

د دې سیالیو په لړ کې له دې وړاندې د وزیرزي لوبډلې سپین غر بازانو لوبډلې ته هم ماته ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG