د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

د دهراوود او چنارتو امنیه قوماندانان: محاصره یو او اکمالات نه‌رارسېږي


د ارزګان ولایت د یو شمېر ولسوالیو امنیه قوماندانان وايي، له تېر یو کال راهیسې يې د ولسوالیو لارې له مرکز ترینکوټ سره تړلې دي، خو ولایتي ادارې ورته هېڅ توجه نه‌ده کړې او نه‌هم لازم اکمالات ورته رسېدلي.

د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه محمد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ولسوالۍ له ډېرې مودې راهیسې وسله‌والو طالبانو محاصره کړې، خو دولت ورته مهمات نه‌لېږي او نه‌يې هم د محاصرې د خلاصون په موخه څه کړي دي.

نوموړي له ولایتي ادارې څخه غوښتنه وکړه چې یادې لارې ورته خلاصې کړي او یا دې هم اکمالات ورته وکړي.

شاه محمد.
شاه محمد.

شاه محمد زیاته کړه:

"زموږ دولس میاشتې پوره شوي چې په ولسوالۍ کې محاصره پاتې یو، موږ ته نه‌ یوه دانه موټر او نه‌هم د موټر یوه دانه پرزه استول شوې ده، مهمات خو بېخي نه‌لرو."

له دي سره د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ امنیه قوماندان اختر محمد هم ورته څرګندونې لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د ولسوالۍ په سطحه موږ ته ۱۵۰۰ د پیکا مرمۍ راستول کېږي په دغو مرمیو موږ څنګه د دښمن مخنیوی وکړو، تېل مو نه‌شته اعاشه مو نه‌شته، موږ څه وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره له تېرو اتو میاشتو راهیسې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ټولې ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دي او ۹۰ سلنه خاوره‌يې د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې ده.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري بیا د ولسوالیو د امنیه قوماندانانو دغه ادعاوې په کلکه ردوي.

نوموړی وايي، ټولو ولسوالیو ته‌يې پر خپل وخت پوره او په کافي اندازه مهمات استولي دي او په خبره‌يې چې وخت پر وخت د دوی د غوښتنې پر مهال د اړتیا وړ توکي ورته رسېدلي دي.

د ارزګان امنیه قوماندان.
د ارزګان امنیه قوماندان.

سنګري زیاته کړه:

"موږ یو فورم لرو چې د هغه فورم پر اساس ټول مهمات توزېع کوو، دا مهمات چې موږ يې دوی ته استوو هغه څه کېږي، زه ساعت په ساعت د ټولو ولسوالیو په اړه معلومات لرم چې څومره جګړه په‌کې کېږي، که چېري د اضافه مهماتو اړتيا شوه موږ يې ورته استوو."

سنګري دا هم وویل دوی پلان لري چي ډېر ژر به د ټولو ولسوالیو د لارو خلاصولو عملیات هم پیل کړي.

پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش هم د دهراوود او چنارتو ولسوالیو د امنیه قوماندانانو څرګندونې ردوي او وايي چې دوی د ارزګان ټولو ولسوالیو ته هم میاشت او هم درې ورځې مخکې هر ډول ټول اکمالات کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په ارزګان ولایت کې له تېرو ۱۷ ورځو راهیسې د خالد په نوم پوځي عملیات پیل شوي، خو د مسؤلینو په خبره چې یو کېلو متر سیمه هم له وسله‌والو طالبانو څخه نه‌ده تصفیه شوې.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG