د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

د ولسي جرګې ځیني غړي: دولتي ادارو کې د "CBR" پروسه شفافه نه‌ده


د ولسي جرګې ځیني غړي ټینګار کوي چې د «سي. بي. ار» یا په دولتي ادارو کې د غوره کسانو او د دولتي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو پروسه دې، په مرکز او ولایتونو کې یو شان پلې شي.

دوی د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، داسې شواهد او اسناد لري چې دغه پروسه په ځینو دولتي ادارو کې په شفافه توګه نه‌پلې کېږي چې له امله‌یې د ګڼ شمېر وړو او مستحقو کسانو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

د ولسي جرګې غړي موسې نصرت وویل:

"هیله مو دا ده چې دا پروسه په ټولو ولایتونو او ټولو ادارو کې پلې شي. دوی د کومو اصولو له مخې ځیني ولایتونه په «سي. بي. ار» پروسه کې نیسي او ځیني نه‌نیسي. زه وایم دا پروسه دې په ټولو ادارو او ټولو ولایتونو کې یو شان پلې شي."

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې په دې ورځ‌یې د جرګې مشري کوله، د جرګې اړوند کمېسیون ته سپارښتنه وکړه چې په دې اړه دې له دولتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې د «سي. بي. ار» یا په دولتي ادارو کې د وړو کسانو د ګمارلو او د دولتي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو پروسه، درې کاله دمخه د افغانستان په دولتي ادارو کې پیل شوه چې اوس‌مهال د افغان حکومت په شلو وزارتونو او دولتي ادارو کې پلې کېږي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون مسؤلین وايي، تر اوسه د دغې پروسې له لارې په دولتي ادارو کې لسګونه زره وړ کسان په بېلابېلو پوستونو ګمارل شوي او د زرګونه پخوانیو دولتي کارکوونکو ظرفیتونه لوړ شوي دي.

په افغانستان کې د «سي. بي. ار» له پروسې سره ځینې بهرنۍ مؤسسې مالي مرسته کوي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په دولتي ادارو کې د «سي. بي. ار» پروسه په منظمه او شفافه توګه پر مخ ځي، خو پر مخ بېول‌یې دقت غواړي.

عبدالرحیمزی: د «سي.بي.ار» له لارې د استخدام پروسه په ګړندیتوب سره په مخ ځي.
عبدالرحیمزی: د «سي.بي.ار» له لارې د استخدام پروسه په ګړندیتوب سره په مخ ځي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"د «سي. بي. ار» له لارې د استخدام پروسه په ګړندیتوب سره په مخ ځي، په ۱۳۹۵ کال کې چې زموږ لپاره، د استخدام په برخه کې کوم هدف ټاکل شوی و، له نیکه‌مرغه له ټاکل شوي هدف څخه مو زیات افراد د مسلکي وړتیا له مخې استخدام کړل. په ۱۳۹۶ کال کې چې موږ ته کوم هدف ټاکل شوی، هڅه مو دا ده چې د تېر کال په څېر او ان له هغې څخه ښه او مثبته نتیجه ولرو."

دا لومړی ځل نه‌دی چې د «سي. بي. ار» له پروسې څخه شکایت کېږي بلکې پخوا تر دې هم دولتي پوستونو ته ګڼو داوطلبو ویلي چې دغه پروسه ښه پر مخ نه‌ځي او شفافیت په‌کې هم نه‌شته.

خو د مالیې وزارت وايي، په دغې پروسه کې د داوطلبو اسناد، تجربې، وړتیا او داسې نور ظرفیتونه په پام کې نیول کېږي او وروسته اقدام کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG