د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

والسټریټ ژورنال: پر اچین د امریکا اقدام د تهاجمي عملیاتو برخه وه


کاناډایۍ ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې هند ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امنیتي سلاکار سفر ته پام اړولی او لیکي:

مک مسټر د سې شنبې په ورځ د هند له صدراعظم نرندرا مودي سره د افغانستان پر وضعیت وروسته له هغې خبرې وکړې چې څه کم یوه اوونۍ مخکې د امریکا پوځ تر ټولو لوی غیر اټمي بم په دې هېواد کې د سخت دریځو وسله والو پر یوه مرکز راوغورځاوه چې ویل کېږي شاوخوا ۹۵ سخت دریځي یې وژلي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه دا هند ته چې سیمه کې د امریکا یو کلیدي متحد دی، د ټرمپ د ادارې د تر ټولو لوړ پوړي چارواکي لومړی سفر دی.

ګلوب اېنډ مېل په نوي ډیلي کې د امریکا د سفارت د خبرپاڼې له مخې لیکي چې ویلي ېې دي، مک مسټر او مودي د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او د پوځي همکاریو د زیاتوالي پر لارو چارو خبرې وکړې او مک مسټر هم مودي ته ډاډ ورکړ چې هند د ترهګرۍ په وړاندې نړیواله مبارزه کې د ستر دفاعي شریک په توګه خپل مؤقف لري.

د ورځپاڼې په لیکنه مک مسټر له خپل هندي ساري د ملي امنیت له سلاکار اجیټ دوال سره هم دوه ساعته خبرې وکړې او له هندي چارواکو سره په خبرو کې یې هم تر ډېره په سیمه کې د امنیتي وضعیت او د افغانستان په اړه د ټرمپ پر سټراتیژۍ تمرکز کړی و.

د ګلوب اېنډ مېل په لیکنه نوی ډیلۍ له واشنګټنه غواړي چې پر پاکستان فشا ر راوړي چې د وسله والو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او پر ضد یې اقدام وکړي.

امریکایۍ والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د سخت دریځو وسله والو پر قوي مرکز د امریکا د تر ټولو قوي غیر اټمي بم غورځولو مسئلې ته کتنه کړې او لیکي:

د امریکا دغه اقدام د هغو تهاجمي عملیاتو برخه وه چې هدف یې له خپل مرکزه د سخت دریځو لېرې کول دي.

د ورځپانې په لیکنه هغه ځای ته نېژدې چې پرې تر ټولو لوی بم چې د بمونو د مور په نوم هم یادېږي، راغورځول شوی، امریکایي او افغان ځواکونه هڅه کوي چې دغه غرنۍ سیمه د اسلامي دولت ډلې یا داعش چې په وروستیو کې یې یوه نوې جبهه پرانیستې، له وسله والو تصفیه کړي.

یو شمېر افغان کارپوهان د دغه بم غورځول او افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ادارې د لوړ پوړي چارواکي سفر د دې نښه بولي چې د امریکا نوې ادارې په افغانستان کې روانه جګړه له پامه نه ده غورځولې ان تر دې چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس جنوبي کوریا ته په سفر کې د شمالي کوریا له خوا لمسونکو اقداماتو ته په پام سره د سوریې د رژیم پر یوې اډې د امریکا د کروز توغندیو د برید ترڅنګ دغه بم د ولسمشر ټرمپ د قدرت او ارادې نښه وبلله او ویې ویل چې شمالي کوریا دې د متحدو ایالتونو د نوي ولسمشر اراده او د دې هېواد د پوځ ځواک نه آزمویي.

XS
SM
MD
LG