د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

عمران خان: د مشال خان وژنه مذهب ته سپکاوی نه، سازش دی


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د عبدالولي خان پوهنتون د زده‎کوونکي مشال خان وژنه سازش بللی او وايي چې د هغه په وژنه کې مذهب ته د سپکاوي تور د پلمې په ډول کارول شوی دی.

عمران خان د سې شنبې په ورځ په صوابۍ کې د مشال خان له کورنۍ سره تر لیدنې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د مشال خان د وژنې په پېښه کې که د هر ګوند کسان ښکېل وي، سخته سزا به وویني.

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالولي خان پوهنتون ځینو قهرجنو محصلینو تېره اوونۍ د همدې پوهنتون یو زده‎کوونکی مشال خان مذهب ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو مړ کړ او ملګري یې ټپیان کړل.

ښاغلی خان چې په خېبرپښتونخوا کې یې د ګوند حکومت دی، تر هغې وروسته صوابۍ ته د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده‎کوونکي د کور په لور سفر وکړ چې د هغه د وژنې پر ضد په پاکستان، په ځانګړي توګه خېبر پښتونخوا کې قهرجن لاریونونه وشول.

عمران خان له رسنیو سره د خبرو پر مهال هیله وښوده چې د مشال خان وژونکو ته به سخته سزا ورکړي، څو په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخنیوی وشي.

ښاغلي خان همدا شان وویل چې حکومت به‌یې په دې پېښه کې د انصاف موندلو لپاره تر وروستي حده پورې لاړ شي.

عمران خان: د مشال خان وژونکو ته به سخته سزا ورکړل شي.
عمران خان: د مشال خان وژونکو ته به سخته سزا ورکړل شي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"موږ به تر وروستي حده لاړ شو، ځکه چې اوس دا څرګنده شوه چې دا مذهب ته سپکاوی نه، بلکې د مشال خان پر ضد سازش و. دا هر څه اوس مخې ته راځي. د پېښې تحقیقات روان دي، تر اوسه پورې په دغه قتل او سازش کې ځیني ککړ کسان نیول شوي. ان‌شاءالله په نېږدې راتلونکي کې به تاسو وګورئ چې موږ به دغو کسانو ته سختې سزاګانې ورکړو، څو راتلونکي کې څوک مذهب ته د سپکاوي په پلمه ونه‌وژل شي."

عمران خان د خېبر پښتونخوا پولیس وستایل چې د پېښې تحقیقات‌یې پیل کړي او د پېښې په تړاو یې تر دې دمه ګڼ کسان نیولي دي.

له بلې‌خوا بیا د پاکستان پارلمان هم د سې شنبې په ورځ د عبدالولي خان پوهنتون د زده‎کوونکي بې‌رحمانه وژل په اکثریت ډول وغندل، د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره‌یې د مؤثرو ګامونو پورته کولو او د مشال د وژونکو د نیولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

که څه هم د عبدالولي خان پوهنتون قهرجنو محصلینو د همدې پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصل مشال خان مذهب ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو مړ کړ، خو د مشال نېږدې ملګری عبدالله او کورنۍ یې ټینګار کوي چې هغه مذهب ته سپکاوی نه‎دی کړی.

په عین حال کې د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر صلاح‌الدین محسود تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې منلې وه چې تر دې دمه‌یې لا پر مشال او د هغه پر ملګرو مذهب ته د سپکاوي په تړاو د لګېدلو تورونو ثبوت نه‎دی موندلی.

د خېبر پښتونخوا چارواکي: پر مشال خان د تورونو ثبوت نه‌دی موندل شوی

د یادونې وړ ده چې تر عمران خان څو ورځې مخکې په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال هم په صوابۍ کې د مشال خان کور ته ورغلی و او له کورنۍ سره‌یې د هغه په مړینه خواخوږي ښودلې وه.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG