د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

افغان ځواکونه روسي وسلې په امریکایي بدلوي


افغان چارواکو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د انکشافي پلان جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک کړي خو کوم معلومات چې ازادي راډیو ترلاسه کړې دي د دې پلان یوه اساسي برخه دا ده چې د افغان ځواکونو روسیي وسلې په امریکایي وسلو بدلې شي، د ځانګړیو افغان ځواکونو شمېر دوه برابره شي او تر یوې قوماندانې لاندې راشي، د عامه نظم پولیس او سرحدي پولیس په اردو کې جذب شي او پولیس به چې اوس په جګړو کې هم برخه اخلي، یوازې د قانون د پلي کېدو چارې مخته وړي.

د یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د متحد ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک مسټر د دې څلور کلن پلان تائید وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ډونالد ټرمپ اداره به د دې پلان په پلي کولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا د ملي امنیت د شورا ټیم په دې باور دی چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د انکشافي پلان له پلي کېدو سره به د افغانستان امنیتي وضعیت ډېر ښه شي.

نوموړي زیاته کړه:

تواب غورځنګ.
تواب غورځنګ.

"د ښاغلي مک مسټر په وینا د ولسمشر ټرمپ اداره فکر کوي چې دغه پلان او د دغه پلان له تطبیق سره به په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښونو په له منځه وړلو کې موثر ګامونه واخیستل شي او عمده ګواښونه به وځپل شي او له منځه یووړل شي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دې سربېره چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي انکشاف د پلان جزئیات نه شریکوي، خو دا خبره کوي چې د دې پلان له مخې به د افغانستان هوایي ځواکونه پر پښو ودرېږي.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې ژمنه کړې ده چې د روان کال تر پایه افغان ځواکونو ته دوه سوه الوتکې چې اکثر به یې هلیکوپټرې وي، ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د انکشاف څلور کلن پلان د یوې برخې مسؤلیتونه د نړیوالو ځواکونو مربوط دي او یوه برخه هڅې به افغانستان په خپله کوي.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ وایي، هغه هڅې چې په دې ارتباط د افغانستان مربوط دي د روان لمریز کال له پیله شروع شوي چې یو مثال یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو د عالي بورډ رامنځته کېدل دي.

XS
SM
MD
LG