د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

غزني چارواکي: د شمشاد پوځي عملیاتو پرځای د دعوت پیل شول


د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، دغه ولایت کې د شمشاد په نوم پیل شوي پوځي عملیات پای‎ته ورسېده او پر ځای يې د دعوت په نوم نوي پوځي عملیات پیل شول.

د غزني ولایت د والي ویاند سباون غروال د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت مرکز او یو شمېر نورو سیمو کې نن سهار د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په هدف د افغان ګډو ځواکونو له‎خوا دعوت په نوم پوځي عملیات پیل شول او په خبره یې چې دغه عملیات به تر هغې دوام کوي څو د دغه ولایت مرکز او یو شمېر نورې سیمې له وسله‎والو طالبانو تصفیه نه‎کړي.

نوموړی وايي د یادو عملیاتو پرمهال دوه وسله‎وال طالبان ټپیان شوي او په خبره يې چې دوی ته کوم زیان نه‎دی اوښتې.

ښاغلي غروال زیاته کړه:

"دغه عملیات د افغان ګډو ځواکونو له‎خوا ترسره کېږي، دا یوازې د غزني د مرکز په شاوخوا سیمو کې ترسره کېږي."

ښاغلي غروال دا هم وویل چې تېره شپه ۹ بجې وسله‎والو طالبانو د غزني ولایت مرکز اړوند د روضې سیمه کې پر یوه امنیتي پوستې بریدونه کړي چې پر مهال يې ۴ ملي پولیس ټپیان شوي چې یو شمېر وسله‎والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

په ورته وخت کې د غزني ولایت د ولایتي شورا یو غړي امان الله کامراني ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولایت کې عملیات تش په نوم دي او په خبره چې دا عملیات به کوم پايله ونه‎لري.

ده ازادي راډيو ته وویل:

"افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ د عملیاتو د پیل خبر ورکوي، غزني کې د شمشاد په نوم عملیات پیل شول او دا دی پای ته ورسېد کومه سیمه يې له وسله‎والو طالبانو تصفیه کړې؟ یو کس دې ماته وښيي."

د یادونې وړ ده چې د مسؤلینو په خبره څه موده مخکې په دغه ولایت کې د شمشاد په نوم عملیات پیل شول چې کومه نتیجه یې نه‎ده ورکړې.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG