د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د ملي بودجې په اړه د ماليې وزارت نوې پالېسي


د افغانستان د ماليې او اقتصاد وزارتونو او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې يوه داسې پالېسي جوړه کړې چې له مخې به‌يې د سیمه‌ییزو چارواکو صلاحیتونه زیات او په ولایتونو کې به خدمتونه چټک او پراخ شي.

د افغانستان د ماليې وزارت د بودجې او پلان جوړونې عمومي رئیس ضیاالرحمن حلیمي د سې شنبې په ورځ د ولایتي بودجې جوړونې د پالېسۍ د غونډې څنډه کې رسنیو ته وویل چې دغې پالېسۍ کې د هېواد ټولو ولایتونو ته‌یې د يوه علمي فورمول له مخې يو-يو میلیون ډالر په نظر کې نيولي چې د کال په ترڅ کې به لګول کېږي.

نوموړی وايي:

"د حکومت دا پالېسي ده چې ولایتونه د خدماتونو عرضه کوونکي وګرځي او موږ یې هم په لور روان یو، ۳۴ میلیونه ډالره د څلورو ادارو له لارې په ۳۴ ولایتونو کې په ازمایښتي ډول لګول کېږي چې هر ولایت ته يو میلیون ډالر په نظر کې نیول شوي او کله چې سیسټم ولایتي وي نو د نورو ګټو تر څنګ اقتصادي چارې په ښه توګه پر مخ ځي."

د ولایتي بودجې جوړونې پالېسي په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د افغانستان د کابینې له‎خوا تصویب او د اجرا وړ وګرځېده.

دغه پالېسي ولایتي ادارو ته لارښوونه کوي چې خپله بودجه د عامه مالي مدیریت د منل شویو اصولو پر بنسټ د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ولګوي چې په‌کې د جندر، د فساد په وړاندې مبارزه او لوږې د ختمولو تر څنګ يو شمېر نور ټولنیز مسایل هم په پام کې نیول شوي وي.

د ولایتي بودجې جوړونې د پالېسۍ له مخې مالي چارې غیر مرکزي کېږي چې هدفونه‌يې د دولت له‎خوا وضع شوي دي.

د پالېسۍ تمرکز تر ډېره پر دې دی چې له ملي بودجې څخه د سیمه‌ییزې حکومتوالۍ د پیاوړتیا او د خلکو د ځواکمنتیا لپاره کار واخیستل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسؤلین هم د سیمه‌ییزې حکومتوالۍ د پياوړتیا او ولس ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو برخه کې د مالي چارو غیر مرکزي کول مهم ګڼي.

د دغې ادارې د پلان او پالېسۍ رئیس عبدالمقتدر ناصري د ولایتي بودجې جوړونې د پالېسۍ غونډه کې وویل، تر کومه چې سیمه‌ییزو چارواکو ته مناسبه بودجه او واکونه ورنه‌کړل شي په ولایتونو کې خلکو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کول امکان نه‎لري.

نوموړی وايي:

"که موږ د معیاري خدمتونو خبره کوو او هلته مو مناسب منابع او مناسب واکونه مسؤلینو ته نه‌وي ورکړي د ښو خدماتو د وړاندې کولو تمه منطقي نه‌ده، نو د سیمه‌ییزو مسؤلینو صلاحیتونه به ډېرېږي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د بودجې، مالي چارو او د عمومي محاسبې د کمېسیون رئیس امیرخان يار وايي، د بودجې د جوړولو په وخت کې باید ولایتي مسؤلینو ته هم حق ورکړل شي چې اړتیاوې په ګوته کړي.

ښاغلی یار وايي، د مالي چارو په غیر مرکزي کېدو سره به د بودجې لګښت لوړ شي او په ولایتونو کې به ډېرې پروژې پلې او خلکو ته به د خدمتونو وړاندې کول هم ښه او پراخ شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG