د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د بلخ مدني فعالانو ننګرهار کې پر داعشیانو د بمي حملې ملاتړ وکړ


د بلخ ولایت د مدني ټولنې ګڼ شمېر غړو د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې د داعشیانو پر پټن ځایونو باندې د امریکايي ځواکونو له بمي حملې ملاتړ وکړ او له دولته غواړي چې د ترهګرۍ په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د بلخ د مدني ټولنو د اتحادیې لسګونه غړو د سې شنبې په ورځ مزارشریف کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې ننګرهار ولایت کې پر داعشیانو د امریکا هوايي ځواکونو حمله وستایله او ويې ویل چې د هېواد بېلابېلو سیمو کې دې پر برحاله تروریستي ډلې ورته حملې ترسره کړي.

دوی وویل، د بهرنیو ځواکونو له هر هغې بمي حملې ملاتړ کوي چې د افغان دولت په توافق سره پر تروریستانو ترسره شي.

د بلخ مدني فعالانو په دې اړه یو پرېکړه‎لیک هم ولوست چې لومړي بند کې داسې راغلي وو:

"موږ له هر هغه اقدامه د ترهګرو او د افغانستان د خلکو د دښمنانو د نابودۍ په خاطر وي او دا کړنې د ملي او نړېوالو قوانینو او توافقاتو پر اساس د دولت سره په همغږۍ ترسره شي او خلکو ته یې ګټه ورسېږي، ملاتړ کوو."

د بلخ د مدني فعالانو په باور چې ورځ تر بلې هېواد کې د بهرنیو تروریستانو او ترهګرو حضور مخ په زیاتېدو دی او یادې مسئلې د هېواد ثبات او امنیت ته ګواښ متوجه کړی دی.

دوی افغانستان کې له دېره بهرني ځواکونو څخه غواړي چې د نړېوالو توافقاتو په پام کې نیولو سره د داعشیانو او افغان دولت نورو وسله‎والو مخالفینو په وړاندې لازم نظامي اقدامات ترسره کړي.

د بلخ مدني فعالان افغانستان ته د مرستندویه هېوادونو څخه غواړي چې د امنیتي سرتېرو د تجهیز لپاره پاملرنه زیاته کړي او د افغان امنیتي ځواکونو نظامي روزنه دې ګړندۍ کړي.

په بلخ کې د افغانستان د خلکو سازمان ترنامه لاندې د مدني بنسټ مشر نجیب پیکان یې په اړه زیاتوي:

"بیا هم که افغان امنیتي سرتېري تجهیز نه‎شي هر څومره بمونو چې وغورځول شي ګټه نه‎کوي، دا په دې دلیل چې د افغانستان د راتلونکي ثبات او امنیت د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی او دوی باید مجهز شي."

د بلخ ولایت مدني فعالانو د هېواد د پخواني حکومت د ځینو مشرانو د هغه څرګندونو په اړه جدي غبرګون ښاره کړ چې ننګرهار ولایت کې یې د داعشیانو پر پټن ځاینونو د امریکا بمي حملې مخالفت کړی و.

د بلخ د مدني بنسټونو د اتحادیې غړې ملالۍ عثماني په دې اړه وايي:

"د افغانستان خلک په تېره بیا مدني بنسټونه غږ اوچتوي چې حکومت یا دولت وېښ شه او دښمن وځپه، خو کله چې دولت ویښ شي او غواړي تروریستان له‎منځه یوسي او وې ځپي بیا وايي چې نه بېرته د خوب تابلیت وخوره او ویده شه."

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې د داعشیانو پر پټن ځایونو د امریکا هوايي ځواکونو له بمي حملې څخه د ګوتو په شمېر ورځې تېرې شوي خو دا حمله د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مختلفو ډلو له پراخ مخالف او ملاتړ سره مل وه.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG