د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

افغان حکومت: د پاکستان پوځ د ډیورند پر کرښه جنګي وضعیت جوړ کړی


افغان حکومت د ډیورند پر کرښه د پاکستان د پوځ له‎خوا د ازغن تار او موانعو جوړول وغندل او هغه‌يې یو اړخیز او د سیمې د خلکو د خوښې خلاف ګام وباله.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي، د پاکستان پوځ د ډیورند پر کرښه جنګي وضعیت جوړ کړی او د سیمې د خلکو په نه‌شتون کې یو اړخیزه او د نه‌منلو وړ اقدامات کوي.

عبدالغفور لېوال تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، افغانستان د ډیورند پر کرښه د پاکستان د پوځ له‎خوا د اغزن تار لګول او د موانعو جوړل نه‌مني او دی باوري دی چې سیمې ته د ولسونو او ثبات په بېرته راتګ به دا موانع له‎منځه لاړ شي.

لېوال: پاکستان پر ډیورند کرښه جنګي وضعیت جوړ کړی چې ولس ته د منلو نه‌دی.
لېوال: پاکستان پر ډیورند کرښه جنګي وضعیت جوړ کړی چې ولس ته د منلو نه‌دی.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفوري د دوشنبې په ورځ راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل چې په خېبر دره کې دا مهال له افغان سرحد سره د ۱۰۰ کېلو متره په اوږدو کې د اغزن تار او موانعو لګول پیل شوي دي.

نوموړي وویل، پاکستان دا ګام پر خپله خاوره اخیستی او هیله لري چې افغانستان دا درک کړي چې د پولې کنټرول او څارنه د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

د پاکستان پوځ وايي، په دوهمه مرحله کې به په بلوچستان ایالت کې له افغان سرحد سره د موانعو د جوړولو کار پیل کړي.

د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست غفور لېوال وايي، د ډیورند پر کرښه پراته ولسونه د هغې ترورېزم قرباني دي چې د پاکستان پوځ دې سیمې ته انتقال کړي او افغان حکومت باور لري چې د ډیورند پر کرښه پراته ولسونه به د پاکستان د پوځ له‎خوا د موانعو جوړول رد کړي او له‎منځه به‌يې یوسي.

د تورخم په دروازه هېواد ته راتلونکي افغانان
د تورخم په دروازه هېواد ته راتلونکي افغانان

د پاکستان حکومت استدلال کوي چې د افغانستان له خاورې د وسله‎والو د فعالیت د مخنیوي په هدف په تورخم، چمن دروازو او د ډیورند پر کرښه امنیتي تدابیر زیاتوي.

خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې د پاکستان پوځ په ډیورند کرښه د ناامنۍ په رامنځته کولو هڅه کوي چې په رسمي سرحد د دې کرښې د بدلولو خپل پلان عملي کړي.

XS
SM
MD
LG