د لاسرسي لېنکونه

نيويارک ټايمز:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې نيويارک ټايمز افغانستان ته د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر د ملي امنيت د سلاکار پر سفر او له افغان چارواکو سره يې د هغه پر خبرو تمرکز کړى دى.

په ليکنه کې راغلي له افغان مقاماتو سره د مَک مَستر خبرې د يکشنبې په ورځ پايته ورسېدې، دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ اداره په افغانستان کې د خپل ١٥ کلن حضور په اړه پر انتخابونو غور کوي.

مَک مَستر د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له افغان رهبرانو سره پر داسې مهال وکتل، چې د تېرې پنج شنبې ناوخته د امريکا پوځ د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش پر پناه ځايونو يو لوى بم واچاوه.

مک مستر په کابل کې له يوه خصوصي ټلويزيون سره په خپله مرکه کې وويل: هغه څه چې مهم دي دا دي چې اوس مهال د لويې امنيتي ستونزې په وړاندې مبارزه وشي او لاسته راوړنې وساتل شي.

د ورځپاڼې په ليکنه، د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار دا ونه ويل چې هېواد به يې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر زيات کړي که نه، خو زياته يې کړه، دا اوس په ولسمشر ټرمپ پورې اړه لري، چې په دې باب پرېکړه وکړي.

نيويارک ټايمز ليکي، افغان ځواکونو له څه باندې دوو کلونو راهيسې په يوازې سر د وسلوالو طالبانو په وړاندې مبارزه کړې ده، چې ځينې سيمې يې له لاسه وتلي او ډېره مرګ ژوبله وراوښتې ده او په دې شخړه کې دا مهال د امريکا تګلاره ډېره متحرکه نه ګڼل کېږي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي څرنګه چې د وسلوالو طالبانو سخت دريځې ډله د هېواد پر زياتو برخو کنټرول لري او ګڼو ښارونو ته يې خطر پېښ کړى دى، چې دې مسئلې د امريکا د پوځ اندېښنې راولاړې کړې دي.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندانجنرال جان نيکولسن په افغانستان کې د افغان ځواکونو د سلا مشورې او مرستې لپاره د زرګونو نورو پوځيانو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼې د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر د ملي امنيت د سلاکار مَک مَستر خبرې رااخيستې چې په خپله مرکه کې يې ويلي، هغه طالب جنګيالي چې د افغان حکومت د سولې بلنه يې نه ده منلې بايد د جنګ په ډګرونو کې مات شي.

د ده په وينا د امريکا متحد ايالتونه ژمن دي چې افغان حکومت او افغان امنيتي ځواکونو ته هغه قوت چې ورته اړتيا لري، په برخه کړي.

ډېلي کالر (Daily Caller):

امريکايۍ انلاين خپرونې ډېلي کالر ته بيا د اسيا پسفيک سيمې ته د امريکا د مرستيال ولسمشر مايک پينس سفر مهم معلوم شوى؛ د افغانستان او سوريې په باب يې د هغه څرګندونې رااخيستې دي.

د ليکنې په پيل کې راغلي چې د امريکا د ولسمشر مرستيال شمالي کوريا ته د څرګند خبرداري په ډول يادونه کړې، چې د امريکا متحدو ايالتونو روانه مياشت پر سوريه د توغنديو او په افغانستان کې د لوى بم حمله کړې ده.

خپرونې د مايک پينس وينا رااخيستې چې د جنوبي کوريا له سرپرست ولسمشر هوانګ کيو آن تر څنګ يې د دوشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وويل:

”نړۍ په تېرو دوو اوونيو کې په سوريه او افغانستان کې زموږ د نوي ولسمشر د عملي قوت او هوډ شاهده وه“.

د امريکا مرستيال ولسمشر شمالي کوريا ته د خبرداري په توګه وويل:

”شمالي کوريا ته به غوره وي چې په سيمه کې د امريکا د دېره وسلوالو ځواکونو قوت او د ولسمشر قاطعيت ونه ازمويي“

د ډېلي کالر په ليکنه کې د سوريې پر يوه پوځي اډه د امريکا له خوا د ٥٩ کروز ميزاييلو حملې ته اشاره شوې، چې د يوې کيمياوي حملې په ځواب کې شوې چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٨٠ کسان وژل شوي وو.

دغه راز د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش پر پناه ځايونو او سمڅو د امريکا د پوځ له خوا د لوى بم د اچول کېدو يادونه شوې ده.

هغه بم چې ويل کېږي تر ټولو لوى غيراټومي بم و، د بمونو مور نومول شوى دى.

د بم د غورځولو په دې پېښه کې تر ٩٠ زيات کسان وژل شوي دي. د افغانستان دفاع وزارت ويلي چې په وژل شويو کې د داعش ډلې مهم قوماندان هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG