د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

حکومت د لویو ملي پروژو په اړه له معلومات ورکولو انکار کوي


اطلاعاتو ته د لاسرسي څار کمېسیون وايي، افغان حکومت د لویو ملي پروژو په اړه خلکو ته د معلوماتو او حساب ورکونې په برخه کې پاتې راغلی.

د دغه کمېسیون مشر وايي، تر دې دمه حکومت یوازې په شعارونو خلک تېر ایستي او په عمل کې یې څه نه‌دي کړي.

اکرام افضلي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید د لویو پروژو او په ټوله کې د حکومتي چارو په اړه خلکو ته پر خپل وخت معلومات ورکړي.

اکرام افضلي
اکرام افضلي

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې د اطلاعاتو او یا هم د حساب ورکولو وخت شوی حکومت په‌کې پاتې راغلی او یوازې یې په شعارونو او وعدو بسنه کړې ده، دا شان حکومتوالي د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه‌ده."

ښاغلی اکرام په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ازادي راډیو د دوشنبې په ورځ وغوښتل چې د ټاپي پروژې په اړه له خلکو سره وروستي معلومات شریک کړي، خو د کانونو وزارت له سرپرستې وزیرې نیولې د دغه وزارت د رسنیو د برخې تر مسؤلینو پورې چا په دې اړه څه ونه‌ویل.

ارګ ماڼۍ، د جمهوري ریاست د چارو ادارې او د سوداګرۍ وزارت ویاندویانو بیا د ټاپي پروژې په اړه له رسنیو سره د وروستیو جزئیاتو شریکول د کانونو وزارت مسؤلیت وګڼه.

د 'ټاپي' په نوم د ګازو د نل لیکې پروژه د ۲۰۱۵ میلادي کال په ورستیو کې په ترکمنستان کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ترکمنستاني سیال له لوري رسماً پرانیستل شوه.

افغان ولسمشر د ټاپي پروژې لاسلیک پرمهال.
افغان ولسمشر د ټاپي پروژې لاسلیک پرمهال.

دا نل لیکه په ترکمنستان کې د ۱۴۷ کېلو متره غځېدلو وروسته د افغانستان خاورې ته داخلېږي او له هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو تېرېږي او پاکستان او له هغه ځایه به هند ته وغځول شي.

وړاندې افغان چارواکو ویلي وو چې د دغې پروژې د پلي کېدو له کبله به په افغانستان کې هر کال ۱۲ زره خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

که څه هم افغانان د ټاپي پروژې پلي کېدو ته ګڼې هیلې لري، خو دا چې حکومت په دې برخه کې د معلومات له ورکولو ډډه کوي د مشرانو جرګې یو شمېر غړي دغه موضوع له مسؤلیت څخه تیښته ګني.

هاشم الکوزی.
هاشم الکوزی.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت کمېسیون مشر هاشم الکوزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دوی د ټاپي په څېر مهمو پروژو ته پام نه‌کوي، د ټاپي په څېر د پروژو په پلي کېدو کېدای شي چې د بې‌کاره ځوانانو کچه ټیټه شي، خو تر اوسه د دغې پرژوې هېڅ عملي کار نه‌دی معلوم."

د ښاغلي الکوزي په خبره که څه هم د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو افغانان هیله‌مند شول چې حکومت به د لویو ملي پروژو په پلي کېدو سره په لکونو بې‌کاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، خو د ده په خبره، تر اوسه حکومت یوازې خلک په شعارونو تېر ایستي او داسې اقدامات چې د خلکو پر ورځني ژوند مثبت اغېز کړی کم ترسره شوي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG