د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

پنس: د شمالي کوریا په وړاندې د ستراتیژیک صبر پړاو تېر شوی


د امریکا مرستیال ولسمشر د جنوبي کوریا له پلازمېنې شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د پیونګ یانګ په وړاندې د ستراتیژیک صبر پړاو تېر شوی دی.

چین او روسیه چې سیمې ته د امریکا د مرستیال ولسمشر سفر له نېږدې څاري، د کوریا په ټاپووزمه کې د کړکېچ زیاتوالي ته په پام سره د شمالي کوریا په وړاندې د امریکا له خوا د هر ډول پوځي اقدام په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

مایک پنس خبرداری ورکړ چې شمالي کوریا دې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اراده نه ازمویي.

پنس د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست له سرپرست هوانګ کیوهان سره نن په پلازمېنه سیول کې په یوه خبري غونډه کې په سوریه او افغانستان کې وروستي پوځي اقدامات د امریکا د ولسمشر ټرمپ د قوي ارادې ا و قدرت د نښو په توګه یاد کړل او ویې ویل:

مایک پنس.
مایک پنس.

"په تېرو دوو اونیو کې په سوریه او افغانستان کې په پوځي اقداماتو سره نړۍ زموږ د نوي ولسمشر د قدرت او ارادې شاهده وه، شمالي کوریا دې د هغه هوډ یا په سیمه کې د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو قدرت نه ازمویي."

پنس وویل متحده ایالات او متحدین یې غواړي چې د کوریا په ټاپووزمه کې کړکېچ له سوله ییزې لارې هوار شي، خو زیاته یې کړه چې د شمالي کوریا د توغندیو او د اټمي وسلو د پلانونو د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه د مېز پرسر دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وویل، د شمالي کوریا په وړاندې د ستراتیژیک صبر پړاو نور پای ته رسېدلی دی.

پنس د دوشبنې د ورځې په پیل کې د دواړو کوریاو ترمنځ د غیر نظامي پولې او د سرحدي کلي پانمونجام څخه هم کتنه ترسره کړه او له جنوبي کوریا سره یې د متحدو ایالتونو د ملاتړد دوام ژمنه وکړه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په سیمه کې د راپورته شوي کړکېچ په اړه وویل چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي نښتې په صورت کې هېڅ لوری به بریالی نه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف نن په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې وویل:

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف.

"که هغه وینا چې د امریکا ولسمشر کړې په یو اړخیز ډول د قوې د کارولو د یوه ګواښ په توګه تفسیر شي، دا به یوه ډېره خطرناکه لاره وي، موږ د پیونګ یانګ له خوا بې پروا اټمې اقدامات چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له څو پرېکړه لیکونو سرغړونه ده، نه منو، خو دا دا معنی نه لري چې په عین حال کې کېدای شي په ورته بڼه د ملګرو ملتونو له منشور څخه د سرغړونې په توګه له ځواکه کار واخیستل شي او نړیوال قانون ترپښول اندې شي، له زړه هیله من یم چې په هغه بڼه یو اړخیز اقدام چې په وروستیو کې یې موږ په سوریه کې شاهدان و، پېښ نه شي."

په اوس وخت کې په جنوبي کوریا کې شااوخوا ۲۸ نیم زره امریکایي سرتېري دېره دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس به په لس ورځني سفر کې له جنوبي کوریا څخه جاپان ته لاړشي او هم به له اندونیزیا او اسټرالیا څخه کتنه وکړي.

  • پخواني معلومات:

د امریکا مرستیال ولسمشر د جنوبي کوریا له پلازمېنې شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ او ویې‌ویل چې د پیونګ یانګ په وړاندې د ستراتیژیک صبر پړاو تېر شوی دی.

مایک پنس چې نن دوشنبه په سیول کې په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شو وویل چې د شمالي کوریا د توغندیو او د اټمي وسلو د پلانونو د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه د مېز پر سر دي.

مایک پنس خبرداری ورکړ چې شمالي کوریا دې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اراده نه‌ازمویي.

پنس د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست له سرپرست هوانګ کیوهان سره نن په پلازمېنه سیول کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان او سوریه کې د متحده ایالاتو پوځي اقدام د امریکا د نوي ولسمشر ټرمپ قدرت او اراده په ډاګه کړه.

د امریکا پوځ تېره اوونۍ تر ټولو لوی غیر اټمي بم چې د بمونو مور هم یادېږي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د وسله‌والو پر سمڅو واچاوه چې د افغان چارواکو په وینا له ۹۰ زیات د داعش وسله‌وال‌یې ووژل.

د ننګرهار اچین کې د داعش پر مرکز د امریکا د ټولو لوی بم حملې عکس.

له دې مخکې روانه میاشت د امریکا پوځ د سوریې د رژیم یوه هوایي اډه پر ۵۹ توماهاک ډوله کروز توغندیو وویشته.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وایي، د شمالي کوریا په وړاندې د ستراتیژیک صبر پړاو نور پای ته رسېدلی دی.

پنس چې په جنوبې کوریا کې دی، دغه څرګندونې د دوشبنې د ورځې په پیل کې د دواړو کوریاوو تر منځ د غیر نظامي پولې او د سرحدي کلي پانمونجام څخه د کتنې په ترڅ کې وکړې.

پنس وویل، واشنګټن غواړي چې د سولې او خبرو اترو له لارې مخ ته ولاړ شي خو زیاته‌یې کړه چې ټول انتخابونه د مېز پر سر دي.

هغه ډاډ ورکړ چې امریکا به د جنوبي کوریا ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس.

نوموړي زیاته کړه:

"ډېر ویاړم چې د امریکا د متحده ایالاتون د ولسمشر سلامونه خپلو سرتېرو او د جنوبي کوریا سرتېرو ته وړاندې کوم، موږ د دوی تیاری ستایو او ټینګار کوو چې د امریکا د متحده ایالاتو خلک به په راتلونکو میاشتو او کلونو کې هم د جنوبي کوریا د خلکو تر څنګ ولاړ وي او دې ته ژمن دي چې د دوی ازادي «جنوبي کوریا» او هم دا مسئله چې د کوریا ټاپووزمه له اټمي وسلو څخه پاکه وي، یقیني شي."

پنس شمالي کوریا ته په اشاره وویل چې د دې هېواد وګړي او پوځ باید د خپلو متحدینو تر څنګ د متحده ایالاتو په اراده کې تېروتنه ونه‌کړي.

د دواړو کوریاوو تر منځ له پولې د امریکا مرستیال ولسمشر په داسې حال کې کتنه کوي چې د کوریا په ټاپووزمه کې په تېره بیا د شمالي کوریا د توغندویو د غیر قانوني ازموینو له امله کړکېچ زیات شوی دی.

د هغه له کتنې یوه ورځ مخکې هم شمالي کوریا غوښتل چې یو بل توغندی وازموي خو هغه له توغول کېدو وروسته وچاودېد او ازموینه ناکامه شوه.

پنس دغه ناکامه ازموینه یو لمسونکی اقدام وباله.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي و چې شمالي کوریا ستونزې جوړوي.

ټرمپ د الوتکې وړونکو یوې کښتۍ په ګډون یوه ډله پوځیان د کوریا د ټاپو وزمې شااوخوا اوبو ته استولي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په سیمه کې د راپورته شوي کړکېچ په اړه وویل چې د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د پوځي نښتې په صورت کې هېڅ لوری به بریالی نه‌وي.

ټرمپ چې مخکې یې ویلي و چې د چین له همکارۍ پرته به هم د شمالي کوریا ستونزې ته رسیدګي وشي پرون وویل چې چین په دې برخه کې له متحده ایالاتو سره ګډ کار کوي.

د دواړو کوریاوو تر منځ جګړه چې له ۱۹۵۰ نه تر ۱۹۵۳ کاله پورې یې دوام وکړ، په نتیجه کې یې د سولې تړون ونه‌شو او دواړه هېوادونه له تخنیکي پلوه تر اوسه د جګړې په حال کې دي.

په اوس وخت کې په جنوبي کوریا کې شااوخوا ۲۸ نیم زره امریکایي سرتېري دېره دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس به په لس ورځني سفر له جنوبي کوریا څخه جاپان ته لاړ شي او هم به له اندونیزیا او اسټرالیا څخه کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG